اطلاعات روز: د پاکستان پوځ په یوې اعلاميه کې ادعا کړې، چې د تېرې يوې مياشتې پر مهال يې له افغانستان سره پر پوله په يو لړ عملياتو کې ۲۹ وسله وال وژلي دي.
پاکستانۍ ايکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د اعلاميې له مخې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د غبرګولي) خپره شوې، ليکلي چې دا عمليات د بلوچستان ايالت په ږوب ولسوالۍ او يو شمېر نورو سرحدي سيمو کې ترسره شوي دي.
پاکستاني پوځ زیاته کړې، چې دا عملیات یې د هغو بریدونو د زیاتیدو په غبرګون کې کړي چې د افغانستان له خاورې پلانیږي او طالبان یې تورن کړي چې دغه وسله وال یې د افغانستان له خاورې را اړولي دي.
د دوی په وینا: «له افغانستان څخه راتلونکي وسله وال د افغانستان-پاکستان پر پوله امنيتي ځواکونه [پاکستاني پوځیان] او عام وګړي په نښه کوي.»
د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې ويل شوي چې «له موقت افغان حکومت څخه تمه کېږي چې خپل مسووليت ترسره کړي او اجازه دې نه ورکوي چې افغان خاوره د ترهګرو له لوري د پاکستان پر خلاف د تروريستي موخو لپاره وکارېږي.»
د پاکستان پوځ په دې عملياتو کې د می پر ۱۴مه د خپل يو جګړن وژل کېدل هم تاييد کړي دي.
پاکستان تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تورونه لګولي چې د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او هغوی ته يې په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی، خو طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان په دې توګه په امنيت ساتنه کې خپله ناکامي پټوي.