د ټرمپ له لوري د ایران پر وړاندې د «تاریخ تر ټولو ویجاړوونکي اقتصادي عملیاتو» د پیل اعلان

Oplus_131072

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې حکومت به یې د ایران پر وړاندې د تاریخ تر ټولو ویجاړوونکي اقتصادي عملیات پلي کړي؛ هغه عملیات چې د نوموړي په وینا، تر اوسه هېڅ هېواد ورته ساری نه دی لیدلی.

ټرمپ نن (پنج‌شنبه، د زمري ۲۹مه) په «ټروث سوشیال» کې لیکلي چې هېڅ چا د ده په اندازه ایران ته د یوې هوکړې لپاره دومره ډېر وخت نه دی ورکړی، خو ایران له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې کې پاتې راغلی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي: «له همدې امله، نن زه د تاریخ تر ټولو ویجاړوونکي اقتصادي عملیات اعلانوم، چې تر اوسه د هېڅ هېواد پر وړاندې نه دي ترسره شوي! دا به په بې‌سارې کچه اقتصادي جګړه او انزوا وي.»

هغه نورو هېوادونو ته هم له ایران سره د هر ډول اقتصادي همکاریو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ ویلي، هر هغه هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې ایران ته هر ډول حیاتي اسانتیاوې برابرې کړي، پخپله به له «ستر اقتصادي بندیزونو» سره مخ شي.

هغه زیاته کړې: «په پایله کې، د تېلو قاچاق، د تبادلې کرښې، د نغدو پیسو لېږد، صرافۍ، د بېړیو ثبتول او صوري شرکتونه؛ دا ټول باید همدا اوس ودرول شي.»

ټرمپ له ټولو امریکايي متحدینو غوښتي چې د امریکا ترڅنګ ودرېږي، څو ایران «منزوي» او «ماتې» ته اړ کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي، ایران له امریکا سره له جګړې وروسته داسې وضعیت ته رسېدلی چې اوس یې حالت «د یوه وېښته» په اندازه له سقوط سره نږدې دی.

هغه ویلي: «د دوی سمندري ځواک له منځه تللی، هوايي ځواک یې ویجاړ شوی، پوځي فابریکې یې اوس ویجاړې شوې دي، پیسې یې بې‌ارزښته دي او هېواد یې د یوه وېښته په اندازه له سقوط سره نږدې دی.»

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري او نوی اقتصادي اقدام به د ایران هغه وړتیا فلج کړي چې «په ټوله نړۍ کې وېره خپره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ایران د ځمکنیو نښتو له درېدلو وروسته، د پاکستان، عمان او قطر په څېر د منځګړو هېوادونو له لارې څو ځله په غیرمستقیمو خبرو اترو کې ښکېل شوي، خو تر اوسه هېڅ یوه خبرې هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

ایران تر دې وړاندې هم د امریکا او اروپا له پراخو بندیزونو سره مخ و. په وروستیو میاشتو کې د امریکا له لوري لګېدلي سمندري محاصرې د ایران اقتصاد تر ډېره پر ځمکنیو لارو متکي کړی او د دغه هېواد د تېلو او ګازو سمندري صادرات، چې د عوایدو لویه برخه یې جوړوله، درولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته