د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګی د متحده ایالتونو د قلمرو په توګه اعلان کړ.
ټرمپ د جمعې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د ځايي وخت له مخې، د جنوبي کارولینا ایالت کې د خپلې عمومي وینا پر مهال وویل: «زه اوس د هرمز تنګی د امریکا قلمرو اعلانوم. دا تنګی د امریکا قلمرو دی.»
ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا نه شي کولای ایران ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورکړي، ځکه په وینا یې، که داسې وشي، ډېرې بدې پېښې به رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوس مهال د ایران پر وړاندې پراخ اقتصادي عملیات پیل کړي دي.
په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور لا هم په پراخه کچه ساتلی او د ایران پر وړاندې سمندري محاصره روانه ده، واشنګټن داسې بندیزونه لګولي چې د امریکا ټول متحدان او حتی چین له ایران سره له سوداګریزو راکړو ورکړو او مالي همکاریو منع کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د امریکا نوي بندیزونه «له یوه اقتصادي جنګ څخه ډېر پراخ» بللي دي.
هغه پر اېکس (پخواني ټویټر) په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د امریکا دا اقدام د واشنګټن له لوري پر نورو هېوادونو د «فراسرزمینې حاکمیت د تپل کېدو» هڅه ده.
هغه لیکلي چې د ایران پر سوداګریزو شریکانو د امریکا بندیزونه په نړیوال قانون کې هېڅ بنسټ نه لري او «هېڅ دولت حق نه لري چې د نورو هېوادونو بانکونه او اقتصادي بنسټونه اړ کړي، څو له درېیمو هېوادونو سره خپلې مشروع همکارۍ ودروي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د دغو سیاستونو پر وړاندې تسلیمېدل «د ښکاره استعمار دورې ته بېرته ستنېدل» دي او د نړیوال نظام په چوکاټ کې به د «ملي حاکمیت د مفهوم د کمزوري کېدو» لامل شي.
