د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه سازمان په هغه راپور کې چې پرون (یکشنبه، د وږي ۱مه) خپور کړی، ویلي چې د پولیو دوه نوې مثبتې پېښې د هرات ولایت د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، یوه پېښه د پکتیکا ولایت د ډیلې ولسوالۍ او یوه بله پېښه د کندهار ولایت د راغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د دغو پېښو په ثبتېدو سره په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو انساني پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۵۸ مثبتې چاپېریالي پېښې هم ثبت شوې دي.
تېر میلادي کال هم په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې انساني پېښې او ۹۴ مثبتې چاپېریالي پېښې ثبت شوې وې.
افغانستان او پاکستان اوس مهال د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
