په کندز کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې د دې ولایت د علياباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.
د دې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار ویلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کندز ملي راډیو ټلوېزیون نن (یکشنبه، د وږي ۲۲مه) د خاکسار له قوله راپور ورکړی، چې پېښه د «جلوګیر» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د خاکسار په وینا، ټپیان روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د پېښې د رامنځته کېدو لامل «د موټر چلوونکي بېاحتیاطي» بلل شوې ده.
