د «اکسیوس» خبري شبکې راپور ورکړی چې امریکايي ډیپلوماټانو د حوثیانو له استازو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
دې رسنۍ لیکلي چې د امریکايي ډیپلوماټانو او حوثیانو ترمنځ دغه لیدنه د یکشنبې په ورځ (۲۲ د وږي) د عمان د حکومت په منځګړیتوب د عمان په مسقط ښار کې ترسره شوې ده.
د رسنۍ د راپور له مخې، امریکايي ډیپلوماټانو او د حوثیانو استازو په سره سمندر کې د روانو ترینګلتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
متحده ایالات په یوه حساس وضعیت کې دی؛ له یوې خوا غواړي د سمندري کښتیو لپاره دغه حیاتي مسیر پرانیستی وساتي، او له بلې خوا نه غواړي په یمن کې د سعودي عربستان په هغه جګړه کې ښکېل شي چې د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو پر وړاندې روانه ده. واشنګټن تر اوسه د پوځي مداخلې لپاره د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې دي.
د سیمې یوې سرچینې ویلي چې امریکايي ډیپلوماټانو او حوثیانو دې تفاهم ته رسېدلي چې د تېر کال اوربند وساتي او د بابالمندب تنګی د سمندري تګ راتګ پر مخ ازاد پاتې شي.
دغه لیدنه او تفاهم وروسته له هغه ترسره کېږي چې حوثیانو د یمن په جنوبي سیمو کې پرمختګ کړی دی. حوثیانو د شاوخوا یوې اوونۍ په موده کې له رسمي یمني حکومت څخه د څو ښارونو او ستراتیژیکو بندرونو کنټرول ترلاسه کړ او پر بابالمندب تنګي یې هم ولکه ټینګه کړه.
حوثیانو د بابالمندب تنګي له نیولو وروسته اعلان کړی چې په دې نړیواله اوبهلار کې به د بېړیو د ازاد تګ راتګ مخه نه نیسي، خو هغه بېړۍ چې له سعودي عربستان سره تړاو ولري، د یمن د محاصرې د دوام له امله به د تېرېدو اجازه ورنه کړي.
