د امریکا له ایران سره په جګړه کې ښکېل درېیمه الوتکه‌وړونکې بېړۍ له منځني ختیځ ووتله

د امریکا د «یو‌اس‌اس جورج اچ. ډبلیو. بوش» الوتکه‌وړونکې بېړۍ، چې له څو میاشتو راهیسې په منځني ختیځ کې د امریکا په عملیاتو او له ایران سره په جګړه کې ښکېله وه، د تایلنډ پوکېټ بندر ته رسېدلې ده.رویټرز خبري اژانس نن (یک‌شنبه، ۱۲ میزان) راپور ورکړی چې دغه بېړۍ د استراحت لپاره پوکېټ ته تللې او پنځه ورځې به هلته پاتې شي.له دغې بېړۍ سره شاوخوا پنځه زره امریکايي سرتېري هم تایلنډ ته تللي چې څو ورځې به رخصتي تېره کړي. د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دغه سرتېري به په سیمه کې شاوخوا درې میلیونه ډالر ولګوي.«جورج اچ. ډبلیو. بوش» له سیمې تر وتلو مخکې په عربي سمندر کې د ایران پر وړاندې د امریکا د عملیاتو په چوکاټ کې فعالیت کاوه. د امریکا سمندري ځواکونو د تېرې اوونۍ په خپل وروستي راپور کې هم تایید کړې وه چې دغه بېړۍ او د هغې جنګي ډله د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) تر مسوولیت لاندې سیمه کې موجودې وې.دا له ایران سره د جګړې پر مهال درېیمه امریکايي الوتکه‌وړونکې بېړۍ ده چې له سیمې وځي. خو لا هم څرګنده نه ده چې دغه بېړۍ به بېرته خپل ماموریت ته ستنه شي او که خپل هېواد ته به ولاړه شي.تر دې وړاندې «یو‌اس‌اس ابراهام لینکلن» هم له شاوخوا ۱۰ میاشتو ځای پر ځای کېدو وروسته سیمه پرېښوده او په تایلنډ کې تر څو ورځني تمېدو وروسته بېرته امریکا ته ستنه شوه.د «لینکلن» بېړۍ د هغې دننه د نامناسبو شرایطو له امله د اګست په میاشت کې له «یو‌اس‌اس جورج واشنګټن» سره بدله شوه. «جورج واشنګټن» له جاپان څخه عربي سمندر ته واستول شوه، څو د «لینکلن» ځای ونیسي. لینکلن له اوږده ماموریت او په عملیاتو کې له پرله‌پسې حضور وروسته د امریکا سن‌ډیاګو ته ستنه شوه.همدارنګه د «یو‌اس‌اس جرالد آر. فورډ» الوتکه‌وړونکې بېړۍ چې په مدیترانه سمندر کې ځای پر ځای شوې وه او د امریکا او اسرائیل له خوا له ایران سره د جګړې په پیل کې یې رول درلود، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړیو کې د سویز کانال له لارې سره سمندر ته داخله شوه.«جرالد فورډ» له شاوخوا ۴۵۰۰ کسیزې عملې سره، له ۳۲۶ ورځني ځای پر ځای کېدو وروسته، د مې په نیمایي کې د ترمیم او ساتنې لپاره د نورفولک پوځي اډې ته ستنه شوه.اوس مهال په منځني ختیځ کې یوازې «یو‌اس‌اس جورج واشنګټن» الوتکه‌وړونکې بېړۍ ځای پر ځای ده.همدارنګه «یو‌اس‌اس تئودور روزوېلت» الوتکه‌وړونکې بېړۍ تېره اوونۍ، د سپټمبر په ۲۷مه، له سن‌ډیاګو څخه د منځني ختیځ پر لور حرکت کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته