پخواني مامورین د طالبانو له سلیقوي چلند او پيغور ورکولو سره مخ دي.

تصوير:ټولنيزي رسنۍ

د پخواني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې پاتې یو شمېر پخواني تجربه‌لرونکي کارکوونکي وايي چې د طالبانو له لوري له «سپکاوي، تبعیض او سلیقوي چلند» سره مخ دي.

د دوی په وینا، په وروستیو کلونو کې یو شمېر مسلکي او متخصص کارکوونکي له دندو لرې شوي او پر ځای یې د دیني مدرسو زده‌کوونکي، ملا امامان او د طالبانو اړوند کسان ګمارل شوي دي.

دغو کارکوونکو په مستعارو نومونو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو له لوري په دولتي ادارو کې د پخوانیو مسلکي کارکوونکو د ګوښه کولو لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کېږي. دوی دغه راز ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې د ګوښه کولو اصلي لامل د کارکوونکو پخوانۍ دندې، له طالبانو سره د ژمنتیا نه لرل او یا هم د هغوی له غوښتنو سره نه همغږي ده.

د مسلکي کارکوونکو پر ځای د مدرسې لوستي کسانو لړۍ

د جلال‌اباد ښاروالۍ د تفتیش (نظارت او ارزونې) برخې یو پخوانی کارکوونکی، چې مستعار نوم یې شبیر احمد دی، وايي چې شاوخوا لس کاله یې د تفتیش (نظارت او ارزونې) په برخه کې دنده ترسره کړې، خو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري له دندې ګوښه شوی دی.

هغه وايي چې د ده د ګوښه کېدو لپاره د ږیرې خریلو، د خولۍ نه پر سرولو، له یوه طالب چارواکي سره لفظي شخړې او د کاري غفلت ادعاوې مطرح شوې دي.

نوموړی وايي چې د تفتیش (نظارت او ارزونې) برخې څلورم بست یې د وړتیا له ازموینې وروسته ترلاسه کړی و، خو د ده په وینا، شاوخوا یو نیم کال کېږي چې طالب مسوولانو له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې د دیني مدرسې یو ملا امام ګمارلی دی.

شبیر احمد زیاتوي: «د اقتصاد په برخه کې مې تر لېسانس کچې زده‌کړې کړي او د تېر نظام پر مهال د ازادې سیالۍ له لارې، په خپلې وړتیا او له ازموینې وروسته، څلورم بست کې بریالی شوی یم، خو یو نیم کال کېږي چې د جلال‌اباد ښاروالۍ طالب ښاروال د کاري اصولو نه مراعتولو، خولۍ یا پګړۍ نه پر سرولو له امله له دندې ګوښه او زما پر ځای یې د مدرسې یو ملا امام ګمارلی دی.»

د نوموړي په وینا، طالبانو د نورو دولتي ادارو په ګډون په جلال‌اباد ښاروالۍ کې د پخوانیو تجربه‌لرونکو او مسلکي مامورینو د ګوښه کېدو لړۍ چټکه کړې او زیاتره کارکوونکي د طالب ضد فکر په تور له دندو ګوښه شوي دي.

هغه زیاتوي چې یو شمېر نور کارکوونکي هم د «کاري غفلت او ناسوبتیا» په نوم له دندو منفک شوي، خو ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې دغه دلایل د کارکوونکو د لرې کولو لپاره د پلمې په توګه کارول شوي دي.

شبیر احمد زیاته کړې: «د پخوانیو مامورینو د ګوښه کېدو لپاره بېلابېلې بهانې لټول کېږي، کله ورته وایي چې تاسې حکومت ته ژمن نه یاست، کمونېستان، جاهل او په نورو بېلابېلو تحقیرکوونکو نومونو هم ځورول کېږو؛ پر پخوانیو مامورینو کاري چاپېریال ورځ تر بلې مخ په تنګېدو دی او مجبوره دي چې دنده پرېږدي.»

تصوير:اطلاعات روز ارشیف د جلال اباد ښاروالي

د جلال‌اباد ښاروالۍ یو بل کارکوونکي، چې مستعار نوم یې اباسین دی، ویلي چې طالبانو د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې په دې ولایت کې د تجربه‌لرونکو کارکوونکو ګوښه کول او د خپلو کسانو ګمارل پیل کړي وو.

د هغه په وینا، ډېری هغه کسان چې د جلال‌اباد له ښاروالۍ ګوښه شوي، په کار پوه او تجربه‌لرونکي وو، خو پر ځای یې په طالبانو پورې تړلي کسان، چې پوره تجربه یې نه لري، ګمارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې ډېری پخواني مامورین له رسمي طی مراحلو پرته ګوښه شوي؛ خو له هغوی غوښتل شوي چې اوس په کورونو کې پاتې شي او پر ځای یې طالب‌پلوه کسان له سلسله‌مراتبو، اداري اصولو او د سویې د تثبیت له ازموینې پرته په دې بستونو ګمارل شوي دي.

اباسین زیاته کړه: «له دندې د یو دولتي مامور ګوښه کول خپل مراحل لري، خو طالبانو دا هر څه سرچپه روان کړي دي او هر طالب چارواکی چې راځي، خپل او خپلوان او غیرمسلکي طالبان پر دندو ګماري؛ په کار هم نه پوهېږي او د خلکو کارونه هم تر ډېره ځنډول کېږي. همدارنګه، د پخوا په پرتله فساد هم په جلال‌اباد ښاروالۍ کې اوج ته رسېدلی، ځکه طالب‌پلوي کسان مسلکي نه دي او پر کار نه پوهېږي.»

نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې له دندې ګوښه شوی او اوس مهال بې‌روزګاره، بې‌برخلیکه او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

پخواني مامورین د طالبانو له سلیقوي چلند او پيغور ورکولو سره مخ دي

د یوې بلې دولتي ادارې یو برحاله کارکوونکی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د طالبانو له لوري پخوانیو کارکوونکو ته د کمونېستانو، د جمهوریت بچیانو او «ټامیانو» خطاب کېږي.

نوموړی طالبان په دولتي ادارو کې پر سلیقوي چلند تورنوي او په وینا یې، طالبان د پخوانیو کارکوونکو په اړه داسې خبرې کوي چې ګواکې د «جمهوریت پاتې شوني» دي او باید دولتي ادارې له هغوی «تصفیه» شي.

نوموړی وايي: «ډېر کم مامورین به وي چې اوس په دولتي ادارو کې پاتې دي، خو د طالبانو له لوري ورسره سم چلند نه کېږي او له مجبوریته خپلو دندو ته دوام ورکوي، که څه هم د طالبانو له لوري ورسره ښه چلند نه کېږي؛ ډېر کله راته د طالبانو له لوري په قهرجنه لهجه ګواښ کېږي چې تاسو د جمهوریت اولادونه یاست، ستاسو اصلاح ناشونې ده او باید له دندو منفک شئ.»

د دې کارکوونکي په وینا، په ځینو ادارو کې د پخوانیو مامورینو د کاري سابقې پر ځای د هغوی سیاسي او اداري مخینې ته پام کېږي او له همدې امله یو شمېر کارکوونکي ځان خوندي نه احساسوي.

مستعار نوم نبي‌الله د ننګرهار مستوفیت کې دنده لرله او شاوخوا دولس کاله یې په مستوفیت کې کار کړی دی. نوموړي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې په فېسبوک پاڼه او موبایل کې د پخوانۍ دندې پر مهال له ملي بیرغ سره د عکس درلودلو له امله طالبانو له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې طالبانو خپل کس پر دنده ګومارلی دی.

نبي‌الله زیاتوي: «کوم پخواني کارکوونکي چې په دولتي ادارو کې پاتې دي، ټول څارل کېږي او هسې یوه پلمه ورته طالبان ګوري چې له دندو یې ګوښه کړي؛ زموږ رییس زما فېسبوک پاڼه او موبایل کتلي او بیا یې راته وویل: ته پر جمهوریت او ملي بیرغ ډېر مین یې، ولې دې ورسره عکس اخیستی؟ او پر همدې خبرو یې راسره لفظي شخړه وکړه او د یوې اوونۍ په جریان کې یې له دندې ګوښه کړم.»

تصوير:ټولنيزي رسنۍ د جلال اباد ښار

نبي‌الله شاوخوا ۱۶ زره افغانۍ معاش اخیست او په همدې پیسو یې د خپلې لس‌کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.

د ننګرهار په دولتي ادارو کې د پخوانیو منفک شویو مامورینو کره شمېره په ډاګه نه ده؛ خو عام وګړي هم له دندو د کارپوه کسانو منفک کول سلیقه‌یي چاره بولي.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکی نصیب‌الله د دې ولایت په بېلابېلو ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای د بې‌تجربې او کم‌سواده کسانو ګومارل ښکاره فساد او د هېواد له پوهنې سره خیانت بولي.

د نوموړي په وینا، دا ډول مقررۍ او منفکۍ به د دولتي ادارو نظام ګډوډ کړي، پر ادارو به د خلکو باور کم کړي او په دولتي ادارو کې به بې‌ثباتي رامنځته کړي.

نصیب‌الله زیاتوي: «که مخکې په دولتي ادارو کې دې کار په یوه ورځ کې خلاصېده، اوس په یوه اوونۍ کې نه خلاصېږي، ځکه مسلکي کسان له دندو منفک شوي او بې‌تجربې، د دیني مدرسو زده‌کوونکي او ملا امامان ګمارل شوي چې په کار نه پوهېږي او د مراجعینو کارونه هسې ځنډوي. غوښتنه کوو چې مسلکي کسان دې بېرته پر دندو وګمارل شي، څو په ادارو کې بې‌نظمي پای ومومي.»

بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په دغه ولایت کې د ځینو پخوانیو کارکوونکو د ګوښه کېدو لامل فساد، د دوی له لوري د قوانینو نه مراعات، د عمر زیاتوالی او غیرمسلکي‌والی بولي.

بدلون زیاته کړه: «د تېر حکومت پر مهال زیاتره بستونه میراثي شوي او غیرمسلکي کسان په کې کار کاوه، خو موږ دې بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې مسلکي کسان ګمارلي او لا هڅه کوو چې په دولتي ادارو کې د فساد مخنیوی وکړو او اصلاحات رامنځته کړو.»

تصوير:ټولنيزي رسنۍ دجمهوري نظام پر وخت د ننګرهار مستوفيت رياست

د اطلاعات روز د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د ننګرهار مستوفیت، ګمرک، ټرانسپورټ، ښاروالۍ، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، د کانونو، سوداګرۍ، برېښنا، ټولګټو او اطلاعاتو او فرهنګ هغه ریاستونه دي چې پخواني کارکوونکي یې د طالبانو له لوري له دندو ګوښه او پر ځای یې خپل پلویان ګمارل شوي دي.

په دې وروستیو کې، له ننګرهار سربېره په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو له لوري په یوه او بله پلمه د دولتي کارکوونکو له دندو د ګوښه کېدو راپورونه خپاره شوي او د ګوښه شویو مامورینو پر ځای طالب‌پلوه کسان ګمارل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته