د نړۍ په ۱۲ هېوادونو کې یو شمېر هزاره فعالانو او سازمانونو د پاریس د فېشن په اوونۍ کې د مشهورې فېشن ډیزاینرې ګابریلا هرست او د فیروزکوه بنسټ له لوري د افغان کلتور او لاسي صنایعو په الهام د جوړو شویو جامو د یوې ټولګې پر نندارې اعتراض کړی دی.
دغو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې له ګابریلا هرست او د فیروزکوه له بنسټ څخه غوښتي چې «د هزاره کلتور او هغو هزاره ښځو د له پامه غورځولو له امله دې په عامه توګه بښنه وغواړي، چې د دوی له میراث څخه د الهام په اخیستو دغه ټولګه جوړه شوې ده».
د لیک لاسلیک کوونکو څرګنده کړې، چې د «۲۰۲۷ کال د پسرلي او اوړي» د ټولګې ۱۲مه طرحه، چې د اکتوبر پر پنځمه د پاریس په «پېټي پاله» موزیم کې نندارې ته وړاندې شوه، د هزارهوو د «دستمال مُهر» بیاجوړ شوی شکل دی؛ خو په اړوندو توضیحاتو کې د دې اثر د اصلي خاوندانو، یعنې هزارهوو، نوم نه دی یاد شوی.
هغوی زیاته کړې، چې د فیروزکوه بنسټ په خپلو انستاګرامي پوسټونو کې دغه طرحه «د افغانستان په غزني کې د ۱۹۵۰مې لسیزې یو جوړ شوی اثر» بللی او ویلي یې دي، چې افغان ګلدوزوونکو ښځو د خامکدوزۍ په دودیزه طریقه بېرته جوړ کړی دی.
د لیک د لاسلیک کوونکو په وینا، ګابریلا هرست هم په انستاګرام کې د دې ټولګې ۱۲مه طرحه د افغانستان د فیروزکوه بنسټ د ښځینه لاسي صنایعو د کارکوونکو اثر بللی دی.
هزاره فعالان وایي، په دغو پوسټونو کې هېڅ ځای د هزاره قوم نوم نه دی یاد شوی؛ په داسې حال کې چې د نړۍ معتبرو موزیمونو، لکه د بریتانیا موزیم، د لېدن د نساجۍ څېړنیز مرکز، د سانتافې د نړیوالو ولسي هنرونو موزیم او د جورج واشنګټن پوهنتون د نساجۍ موزیم، دغه اثر د هزارهوو اړوند بللی دی.
دوی زیاته کړې، چې د ګابریلا هرست او فیروزکوه بنسټ د ټولګې ۱۲مه طرحه د ورېښمو یو څلورګوټی اوبدل شوی کمیس دی، چې د ستوري په بڼه نقشونه او په پاسنۍ برخه کې ګلدوزي لري. دغه طرحه د هزارهوو له «دستمال مُهر» څخه الهام اخیستی دی. دا هغه ټوکر دی چې هزارهوو پکې هغه مُهر ساته چې د لمانځه لپاره یې کاروي.
د هزاره فعالانو په وینا، د سویس د زوریخ پوهنتون د نژادپوهنې موزیم د دغو اثارو له ۹۰۰ څخه ډېرې بېلګې لري، چې ټولې د غزني د جاغوري سیمې هزاره ښځو جوړې کړې دي.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، د دې موضوع یادونه ځکه مهمه ده چې هزاره قوم له یوې پېړۍ څخه ډېر وخت راهیسې له ځورونې، نسلوژنې، څنډې ته کولو او د خپل کلتوري میراث له قصدي ویجاړولو سره مخ دی.
هغوی د کلتوري مادي او غیرمادي میراث په اړه نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو ته په اشارې ویلي، چې دغه اسناد ټینګار کوي، د یوې ټولنې له میراث څخه ګټه اخیستل باید یوازې د هغې ټولنې په ازاده، باخبره او مخکېنۍ رضا سره وشي؛ ټولنه باید له ترلاسه شویو ګټو برخه ولري او د هغې د میراث ناسم یا تحریف شوی انځور باید وړاندې نه شي.
د دوی په وینا، د ګابریلا هرست او فیروزکوه بنسټ په نندارتون کې داسې هېڅ عامه سند یا شواهد نشته چې وښيي دغه معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
هزاره فعالانو له ګابریلا هرست او د فیروزکوه له بنسټ څخه غوښتي، چې د هزاره خلکو په وړاندې په عامه توګه بښنه وغواړي، په ټولنیزو رسنیو کې خپل توضیحات اصلاح کړي، د دې اثر سرچینه د هزارهوو «دستمال مُهر» معرفي کړي او د هغه پر مذهبي او کلتوري ارزښت اعتراف وکړي.
د لیک لاسلیک کوونکو همداراز غوښتنه کړې، چې د «۲۰۲۷ کال د پسرلي او اوړي» د ټولګې په ټولو اړوندو توکو کې دې د دې اثر هزارهیي اصل یاد شي. دوی غوښتي چې په لیکلې بڼه دې روښانه شي، ایا دغه طرحه هزاره لاسي صنعتکارانو بیا جوړه کړې ده که نه، ایا د هزاره ټولنې له استازو سره مشوره شوې ده او که نه، او د هزاره میراث معنوي مالکیت او حقونه به څنګه په پام کې نیول کېږي.
هغوی د فیروزکوه له بنسټ څخه دا هم غوښتي، چې له خپلو همکارو لاسي صنعتکارانو سره په تعامل کې د خوندیتوب او کلتوري درناوي د اصولو د مراعتولو عامه ژمنه وکړي او څرګنده کړي، چې په راتلونکو همکاریو کې به د رضایت، مشورې او د اثر د سمې منسوبونې، یعنې د سرچینې او اصلي خاوند د یادولو، ډاډ څنګه ترلاسه کوي.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي: «زموږ موخه دا نه ده چې نور خلک د افغانستان د لاسي صنایعو له ستاینې منع کړو. د هزارهوو میراث د افغانستان د روایت یوه برخه ده، خو د هغو خلکو ملکیت دی چې کلتور یې د نسلونو په اوږدو کې په قصدي ډول له منځه وړل شوی دی. کله چې د غزني یو اثر معرفي کېږي، خو د هغو هزاره ښځو نومونه نه یادېږي چې دغه اثر یې جوړ کړی، نو د هویت د له منځه وړلو دا بهیر دوام مومي. زموږ مادي او معنوي میراث له موږ څخه نه شي بېلېدای.»
مشهورې اروګوایي فېشن ډیزاینرې ګابریلا هرست او د فیروزکوه بنسټ د افغانستان له کلتور او لاسي صنایعو څخه په الهام د پسرلي او اوړي لپاره د جامو یوه ټولګه جوړه کړې وه، چې د روانې میاشتې پر پنځمه یې د پاریس د فېشن په اوونۍ کې نندارې ته وړاندې کړه.
