د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د امریکا یوه «MQ-9» بېپیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې ده.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه امریکايي بېپیلوټه الوتکه نن سهار (سهشنبه، د تلې ۲۸مه) د هرمز تنګي په فضا کې تعقیب او له منځه وړل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه امریکايي بېپیلوټه الوتکه «د سپاه پاسداران د هوافضا د پرمختللي او نوي دفاعي سیستم په ډزو» نسکوره شوې ده.
د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس لیکلي چې دا د امریکا ۵۴مه «MQ-9» بېپیلوټه الوتکه ده چې د ایران په جګړه کې له منځه وړل کېږي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام)، چې په سیمه کې د عملیاتو مسوولیت لري، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
