چین کې د تبت په سیمه کې د ۷ درجې زلزلې له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

د چین په سوېل لوېدیځ کې د تبت په خودمختاره سیمه کې د رېښتر په کچه د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي، ۴۶ نور ټپیان شوي او ۳۳۹ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.

د چینایي خبري اژانس «سیتي نیوز سرویس» د جمعې په ورځ، د عقرب په لومړۍ نېټه، راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې د ۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د راپور له مخې، زلزله د پنجشنبې په شپه، د ځايي وخت له مخې د شپې په ۱۰:۳۳ بجو، د ناچو ښار د باچین ولسوالۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چین د زلزله‌پېژندنې مرکز ویلي چې د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره و او مرکز یې د مارو په سیمه کې، د باچین ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره واټن کې موقعیت درلود.

د زلزلې ټکانونه د ناچو ښار په بېلابېلو برخو، د قامدو او لهاسا په ځینو سیمو، او همدارنګه د ګاونډي چینګهای ولایت په یوشو ښار کې احساس شوي دي. په ځینو سیمو کې زده‌کوونکي او د لوړپوړو ودانیو اوسېدونکي د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې پرانیستو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د چین د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي. د اور وژونکو اته کسیزه ډله د جمعې په سهار شاوخوا ۲:۱۰ بجې زلزله‌ځپلې سیمې ته رسېدلې او لس دقیقې وروسته یې یو کس له نړېدلو ودانیو څخه ژوندی ژغورلی دی.

دې زلزلې د چینګهای ـ تبت پر اوسپنیزه پټلۍ هم اغېز کړی او د یو شمېر اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی. تر اصلي زلزلې وروسته د رېښتر په کچه د ۴.۳ او ۴.۲ درجې دوه ټکانونه هم ثبت شوي دي.

دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د اوومې نېټې د هغې خونړۍ زلزلې له پېښېدو څه کم دوه کاله وروسته رامنځته شوې چې د تبت په دینګري سیمه کې یې د رېښتر په کچه ۶.۸ درجې شدت درلود او ۱۲۶ کسان یې وژلي وو.

خو په تبت کې تر ټولو مرګونې زلزله په ۲۰۱۰ کال کې ثبت شوې وه. هغه مهال د رېښتر په کچه د ۷.۱ درجې زلزلې د چینګهای ولایت په یوشو سیمه کې لږ تر لږه ۲ زره او ۶۹۸ کسان ووژل او نږدې ۳۰۰ نور کسان ورک شول. د دغې زلزلې مرکز د اوسني زلزله‌ځپلي ځای څخه شاوخوا ۲۸۰ کیلومتره واټن درلود.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته