د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر ایران د بیا برید د ګواښونو په هممهاله توګه، الجزیرې د یوه ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د قطر پلاوی نن (یکشنبه، د لړم ۳مه) تهران ته تللی دی.
دغه ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ویلي چې د دغه پلاوي سفر د کړکېچ د زیاتېدو پر مهال د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې د معمول بهیر یوه برخه ده.
هغه زیاته کړې: «د ډیپلوماټیک حل پر وړاندې اصلي خنډ منځګړیتوب نه دی، بلکې د امریکا له لوري د ایران د مشروع غوښتنو نه منل او د خپلو ژمنو پرلهپسې نقضول دي.»
د قطر منځګړي په داسې حال کې ایران ته سفر کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دغه هېواد پر وړاندې د بریدونو د یوې نوې دورې د احتمال خبر ورکړی دی.
ټرمپ پرون په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل: «کېدای شي اړ شم چې کار پای ته ورسوم، یا کېدای شي هغوی هوکړې ته ورسېږي؛ خو ډاډه نه یم. په هر صورت، موږ بریالي کېږو.»
د ایران د پارلمان رییس او د دغه هېواد د مذاکره کوونکي پلاوي مشر، محمدباقر قالیباف، د ټرمپ د دغو ګواښونو په غبرګون کې ویلي: «د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول تېري ته به داسې ځواب ورکړو چې تصور یې هم نه شي کېدای.»
د ایران او امریکا ترمنځ د ګواښونو او د بیا جګړې د پیل د احتمال له زیاتېدو سره هممهاله، د قطر او پاکستان منځګړو هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ځواکونو مشر او د ایران او امریکا ترمنځ یو له اصلي منځګړو څخه، عاصم منیر، تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې د امریکا پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې.
