د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵.۷ میلیونه ډالره، یعنې ۱۷.۳۵ سلنه، کم شوي دي.
د دغو شمېرو له مخې، چې نن (سهشنبه، ۵ عقرب) خپرې شوې، افغانستان د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۹۸.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د صادراتو ارزښت ۷۲۴.۲ میلیونه ډالرو ته رسېده.
د احصایې ادارې په وینا، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وچه او تازه مېوه د افغانستان د صادراتي توکو په منځ کې تر ټولو لویه ونډه لري، چې ارزښت یې ۲۲۳.۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي. تر دې وروسته، طبي بوټي د ۱۳۶.۹ میلیونه ډالرو، معدني توکي د ۳۲.۱ میلیونه ډالرو او کرنیز تخمونه د ۱۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتي توکو په نوملړ کې په ورپسې ځایونو کې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو له کمېدو سره هممهاله، د هېواد واردات زیات شوي دي.
د احصایې ادارې په وینا، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د وارداتو ارزښت شپږ میلیارده او ۶۵۶.۶ میلیونه ډالره و؛ په داسې حال کې چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه ارزښت شپږ میلیارده او ۵۴۰.۳ میلیونه ډالره و. د دغو دوو شمېرو پرتله ښيي چې د افغانستان واردات ۱۱۶.۳ میلیونه ډالره زیات شوي دي.
نفتي توکي او غوړي د وارداتي توکو په منځ کې تر ټولو لویه ونډه لري، چې ارزښت یې یو میلیارد او ۳۹۹ میلیونه ډالرو ته رسېږي. ورپسې، ماشینونه، ترانسپورتي وسایط او پرزې د ۷۶۵ میلیونه ډالرو، فلزات او فلزي محصولات د ۶۹۱.۳ میلیونه ډالرو، غنم او د غنمو اوړه د ۵۵۴ میلیونه ډالرو او نباتي غوړي د ۲۴۰.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د وارداتي توکو په نوملړ کې راځي.
د پاکستان لارې او بندرونه د افغانستان د وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېدل، خو د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د ترینګلتیا له امله د تېر کال راهیسې تړلي پاتې دي.
د وارداتو زیاتوالي ته په کتو داسې ښکاري چې د پاکستاني توکو ځای له نورو هېوادونو څخه د واردېدونکو توکو په وسیله ډک شوی دی؛ خو د پاکستان د لارو د تړل کېدو منفي اغېز لا هم د افغانستان پر صادراتو پاتې دی.
په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۴ کال د ټولیزو صادراتو له څلورمې برخې لږ څه زیات دی. د تېر کال د افغانستان د ټولو صادراتو ارزښت دوه میلیارده ډالره اعلان شوی و.
