افغان ایواک: امریکا غواړي په پټه او له شور پرته افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي

«افغان ایواک» وايي، د امریکا حکومت په دې درشل کې دی چې افغان کډوال په الوتکو کې سپاره او طالبانو ته یې وسپاري.

د «افغان ایواک» مشر شان وندایور د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د امریکا حکومت غواړي دا کار د منځمهاله ټاکنو په هممهاله توګه ترسره کړي، څو د خلکو پام ور وا نه وړي.

هغه زیاته کړې: «یو انسان هلته \[افغانستان\] ته لېږل یوازې له هېواده د هغه ایستل نه دي، بلکې دا د هغه د مرګوني برخلیک د ټاکلو حکم دی.»

وندایور همداراز ویلي، ډېری هغه افغانان چې اوس د شړلو له خطر سره مخ دي، د کابل له سقوط وروسته له افغانستانه تښتېدلي دي. د نوموړي په وینا، په دوی کې ځینې د هغو کسانو وروڼه او زامن دي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې دندې ترسره کړې دي.

هغه ویلي، پرته له دې چې دغه کسان په کومه لاره امریکا ته تللي دي، له ټولو سره یو ډول خطر مخ دی او د امریکا حکومت دا کار په پټه او د خلکو له سترګو لرې ترسره کوي.

د «افغان ایواک» مشر زیاته کړې: «هغه کسان چې د کډوالۍ د عادي او دوره‌يي ارزونو لپاره په خپله خوښه اړوندو ادارو ته ورځي، نیول کېږي، ټیلیفونونه یې له لاسرسي وځي، بانکي حسابونه یې تړل کېږي او د شپې په نیمایي کې نورو ځایونو ته لېږدول کېږي.»

هغه ویلي، د دغو کسانو وکیلان د هغو اسنادو او دوسیو له لارې چې حکومت یې محکمې ته وړاندې کوي، پوهېږي چې موکلان یې چېرته لېږدول کېږي.

شان وندایور ویلي، د امریکا حکومت نه غواړي اعلان کړي چې دغه الوتکې به په کومو ځایونو کې ښکته کېږي؛ ځکه پوهېږي چې د دغو کسانو له رسېدو وروسته به له کوم برخلیک سره مخ کېږي.

هغه د دې اقدام د مخنیوي یوازینۍ حل‌لاره د امریکا په کانګرس کې د «افغانستان د لنډمهاله خوندیتوب قانون» تصویبول بللي او له استازو یې پوښتلي دي: «ایا مخکې له دې چې الوتکه والوزي، د دغو انسانانو د دفاع لپاره به اقدام وکړئ؟»

د «افغان ایواک» مشر د امریکا د حکومت د دغه تصمیم او دې اقدام ته د احتمالي زیانمنېدونکو افغان کډوالو د شمېر په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

وروسته له هغې چې یوه افغان وګړي په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد پر غړو برید وکړ، دغه هېواد پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.

په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا د ګمرک او تابعیت ادارې مامورینو یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته