طالبانو او روسیې ۱۵ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

طالبانو او روسیې د ۱۰۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې افغانستان له روسیې درمل، غنم او د پخلي غوړي وارد او دغه هېواد ته به انار او نورې تازه مېوې صادر کړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دغه هوکړه‌لیکونه د پنجشنبې په ورځ کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ په یوه سوداګریز کنفرانس کې لاسلیک شوي دي.

د راپورونو له مخې، کابل ته د روسي پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو او روسیې چارواکو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د دغو خبرو یوه مهمه برخه د افغان کرنیزو محصولاتو لپاره د روسیې بازار ته د لاسرسي اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا وه.

روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د خوراکي توکو، درملو، انرژۍ او ترانسپورټ په برخو کې یې د همکاریو د زیاتوالي موضوع مطرح کړې ده. په ورته وخت کې افغان سوداګر هڅه کوي چې د هېواد کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول انارو او نورو تازه او وچو مېوو ته په بهرنیو بازارونو کې زمینه برابره کړي.

د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ، د افغانستان لپاره د صادراتو د زیاتوالي، د ترانسپورټي لګښتونو د کمولو او د ګمرکي چارو د اسانتیا موضوعات هم مهم بلل کېږي؛ ځکه د افغان محصولاتو صادرات د وارداتو په پرتله محدود دي.

اقتصادي شنونکي په دې باور دي چې د دغو هوکړه‌لیکونو اغېز به هغه مهال څرګند شي چې لاسلیک شوې ژمنې په عملي سوداګریزو راکړو ورکړو بدلې شي او افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات په منظم ډول د روسیې بازار ته ورسوي.

د ۱۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د دغو هوکړو لاسلیک د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې نوی ګام بلل کېږي؛ خو د هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو څرنګوالی او د سوداګرۍ د پیل مشخص مهالوېش لا نه دی روښانه شوی.

دا اړیکې په داسې حال کې پراخېږي چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، خو د امریکا په ګډون د نړۍ بل هيڅ هېواد لا هم دا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته