اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دې ولایت په باغران ولسوالۍ کې درې تنه غره ته د ختلو پر مهال له پاڼه رالویدلي چې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې دا پېښه پرون (یکشنبه، ۲۶ د وري) د باغران ولسوالۍ اړوند د «ګردي باغران» په سیمه کې رامنځته شوې.
دوی ویلي، چې یاد کسان غره ته د مېلې کولو په موخه تللي وو چې له پاڼه د لوېدلو پر مهال یو کس مړ شوی او دوه کسان ژوبل دي.
د هلمند د ځایي مسوولینو په خبره چې ژوبل شوي کسان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي.
د یادونې وړ ده چې د اختر په ورځو کې زیات شمیر ځوانانو په ترافیکي پیښو، اوبو کې د ډوبیدو او نورو پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.