close

فارياب کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۶۶ تنو ته رسیدلی

اطلاعات روز:  فاریاب کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۶ تنو ته رسېدلی دی.

دغه شمیرې نن (یکشنبه، ۳۰ د غویي) په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند عصمت مرادي اعلان کړي.

هغه وايي، چې تېره شپه سېلابونو په بلچراغ، چهلګزي، ګرزيوان او قيصار ولسواليو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د مرادي په خبره، چې په يادو ولسواليو کې ۶۶ تنه مړه، پنځه تنه ټپيان او اته تنه لادرکه دي.

طالبانو په فاریاب کې د سېلابونو د تلفاتو بېلابېلې شمیرې خپرې کړې دي.

فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس الله محمدي بیا وايي، چې يوازې د بلچراغ ولسوالۍ په «قورچي» کلي کې ۴۱ تنه، په چهلګزي ولسوالۍ کې پنځه تنه او په قرغان کې يو تن مړ شوي دي.

د ده په وينا، له لومړنیو معلوماتو سره سم د مړو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی. محمدي زیاتوي چې ښايي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

نن سهار راپور ورکړل شوی و چې په فارياب کې د سېلاب له کبله ۱۲ تنه مړه شوي دي.

د محمدي په وينا، د تېرې شپې د سيلاب له وجې ۳۰۰ کورونه، په سلګونو دوکانونه او په زرګونو هکټاره کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

په فارياب کې تېره جمعه هم ځپونکي سيلابونه راوتلي وو، چې له کبله يې ۱۸ تنه مړه شوي وو.

د جمعې په ورځ په غور کې هم سيلاب راغلی و چې تر اوسه يې ۵۰ تنه مړه کړي دي.