close
نورستان

نورستان کې پلار او زوی د سیند اوبو ډوب او مړه کړي

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې پلار او دوه زامنو یې غوښتل چې له سینده د یوه لرګین پله پر سر واوړي د پله د ماتېدو له امله په سیند کې غورځېدلي چې پلار او یو زوی یې مړه او بل زوی یې ځان له اوبو ژوندی ویستلی دی.

یو ځايي اوسېدونکي فاروق وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د زمري) سهار ۶:۳۰ بجې د دوآب ولسوالۍ په «ژونیا» کلي کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، پېښه داسې مهال رامنځته شوې، چې د امیر ګل په نوم یو سیمه ییز اوسېدونکی له خپلو دوو زامنو سره پر یو لرګین پله له سیند تېرېده چې لرګین پول مات شوی او درې واړه په اوبو کې ډوب شوي.

فاروق وایي، چې د امیر ګل یو دیارلس کلن زوی په خپلو هڅو د سیند له اوبو ځان ژغورلی، خو په خپله او یو شپږ کلن زوی یې اوبو وړي، چې جسدونه یې لاهم نه دي موندل شوي.

بل پلو د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې هم یوه څوارلس کلنه نجلۍ د سیند اوبو وړې او مړه کړې، چې جسد یې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی دی.

د نورستان ځايي طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په کونړ او ننګرهار کې څلور کسان د سیند په اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړه شوي وو.