اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د ملي تلویزیون خبریال عزیز احمد وفا نیولی دی.
سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (سې شنبه، ١٦ د زمري) وویل، چې وفا دوه اوونۍ وړاندې کاري دفتر ته څیرمه د جلال اباد ښار «پښتونستان څلور لاري» کې نیول شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې تر اوسه د نوموړي د نیول کیدو لامل څرګند نه دی، خو اوس مهال هغه د ننګرهار عمومي محبس ته لیږدول شوی.
دغه خبریال له کلونو راهیسې د ننګرهار ملي تلویزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه.
بلخوا ننګرهار کې طالبانو تر اوسه د نوموړي خبریال د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
له دې یو کال وړاندې هم په اګست میاشت کې په دغه ولایت کې په یوه ورځ دوه خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي وو.
د طالبانو بیا ځلي واکمنیدو سره د خبریالانو له نیول کیدو سربیره پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ځینې رسنۍ له همدې کبله تړل شوي دي.