اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو وژل شوي طالب جسد موندل شوی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (بنجشنبه، ۴د سلواغې) ویلي چې وژل شوی طالب «صفت الله» نومېده او د ناپيژانده وسلوالو له لوري لومړی شکنجه شوی او بیا په یوه ونه کې ځړولی شوی و.
د سرچینې په خبره، دا پېښه دوې ورځې وړاندې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «زاویه» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد طالب اوسمهال په سره رود ولسوالۍ کې د استخباراتو په برخه کې دنده درلوده.
تراوسه د یاد طالب د وژل کېدو انګېزه څرګنده نه ده او نه هم کومې ډلې مسولیت منلی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې نږدې یوه اوونۍ وړاندې د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو بل وژل شوي طالب سرتیري جسد هم موندل شوی و.