اطلاعات روز: په هلمند ولایت کې ځايي سرچيني وایي چې د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یو عمر خوړلي کس تاریارک خوړلي او ځان یې وژلی دی.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې ويلي چې یاده پیښه نن (جمعه، ۱۹ د سلواغې) د نوزاد ولسوالۍ «شیرین باز» کلي کې شوي ده.
سرچینې د یاد کس عمر ۵۰ کاله یاد کړی او لامل یې د هغه رواني ناروغي ښوولې.
تېره ورځ هم په دې ولایت کې یوه کم عمره هلک ځان وژنه کړي وه.
تر اوسه په هلمند کې د طالبانو ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.
د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ځان وژنې پېښې په ځانګړې توګه د ښځو تر منځ زیاتې شوې چې لامل یې بې کاري، کورنی تاوتریخوالی، فقر او رواني مشکلات ښوول کېږي.