close

په هلمند او فاریاب کې دوو کسانو ځانونه وژلي دي

اطلاعات روز: په هلمند او فاریاب کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایتونو په مارجې او قیصار ولسوالیو کې یو ۱۸ کلن ځوان او یو ۳۵ کلن سړي ځانونه وژلي دي.

هلمند کې سرچینې وایي، چې تېره ورځ (جمعه، ۱۹ د سلواغې) د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ اړوند «تریخ ناور» سیمه کې د فرید احمد په نوم یو ځوان ځان ویشتلی او ژوند یې پای ته رسولی دی.

تر اوسه د دې ځوان د ځان وژنې لامل او د پیښې څرنګوالی څرګند شوی نه دی.

دغه راز په فاریاب کې سرچینې وایي، چې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یو ۳۵ کلن سړي ځان وژلی دی.

د سرچینو په وینا، دا سړی معصوم نومېده او پرون سهار یې د قیصار ولسوالۍ اړوند غور کلي کې په خپل کور کې په ښکاري وسلې خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د دې سړي د ځان وژنې لامل هم څرګند شوی دی.

تر اوسه هلمند او فاریاب کې د طالبانو مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلورم کس دی چې ځان وژنه کوي.

تېره ورځ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې هم یو عمر خوړلی کس د تاریاکو په خوړلو  ځان وژلی و، او تر دې یوه ورځ وړاندې یو ۱۹ کلن ځوان په همدې ولسوالۍ کې ځان ځړولی و.

د یادونې وړ ده، چې له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي او لامل یې بېکاري، کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې بلل کېږي.