اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان په دې وزارت کې چاودنه تاییدوي او وایي، چې بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې په نښه شوی دی.
د نوموړي په وینا، چې نن (پنجشنبه، ۲۵ د سلواغې) له غرمې مخکې یو بریدګر چې یاد وزارت ته د ننوتو هڅه یې کوله هدف ته له رسیدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
افغان زیاتوي، چې د د پيښې له امله چاودنه شوې چې یو کس وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، چې په دې چاودنه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی او پخپله بریدګر هم وژل شوی دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
دا ځانمرګی برید په کندز کې د یو مرګوني ځانمرګي برید څخه دوه ورځې وروسته کېږي.
د کندز په برید کې، چې داعش ډلې یې مسوولیت ومانه، پنځه کسان پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.