اطلاعات روز: د بریتانیا د دفاع وزارت تایید کړې چې د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د ۲۰۰۰ پخوانیو افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي دي.
دا کمانډو ځواکونه د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړي وو، چې د بریتانیا لخوا روزل شوي وو او د افغانستان دننه یې د بریتانوي ځواکونو ترڅنګ جګړه کوله.
د بي بي سي د راپور له مخې، د دې ځواکونو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د قومندانۍ افسرانو ته راجع شوي وو، خو د باوري اسنادو سره سره ټول غوښتنلیکونه رد شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت مخکې ویلي و، چې د دې افغان کمانډویانو د پناه غوښتنې د ردولو لپاره کومه منسجمه پالیسي نشته، خو بيبيسي هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښيي د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ حتا یوه غوښتنه هم تایید کړې وي.
د بریتانیا د دفاع وزارت د دې پوښتنې ځوابولو څخه ډډه کړې چې ایا د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ کومې غوښتنې منلې دي.
بي بي سي د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې په ډاګه کړه چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي او د بریتانیا دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره دا موضوع تایید کړې.