close

کونړ کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو جګړه؛ دوه طالب جنګیالي وژل شوي

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې ډېورنډ فرضي ګرښې ته څېرمه په شیګل ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې له امله یې دوه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

سرچینه وایي، دا نښته تېره ورځ (شنبه، ۲۴ د غبرګولي) د شیګل ولسوالۍ اړوند «تخته خوړ» سیمه کې را منځته شوې.

سرچینې زیاتوي، د دواړو لوریو ترمنځ دا نښته د پاکستاني پوځیانو له لوري د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر رامنځته شوې.

د سرچینې په خبره، د شېرعالم او موسی په نومونو وژل شوي طالب جنګیالي د مولوي محمد محسن د ډلې غړي وو چې په شیګل ولسوالۍ کې یې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دنده درلوده.

تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځ وړاندې د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د توغول شویو توغندیو له امله یو تنکی ځوان وژل شوی و.