اطلاعات روز: تېره شپه (شنبه، ۲۴ د غبرګولي) هم ایران او اسراییلو یو پر بل بریدونه وکړل او رسنیز راپورونه وایي چې د اسراییلو په تل ابیب او رفح ښارونو کې د ایراني توغندیو له کبله لس تنه وژل شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په تازه څپه کې یې د اسراییلو د جنګي الوتکو لپاره د سونتوکو د تولید تأسیاست او د انرژۍ د تأمینولو مرکزونه په نښه کړي دي.
د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي؛ مګر تېره شپه یې پر ایران د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.
د اسراییلو پوځ تېره شپه ویلي چې په تهران کې یې د ایران د هستوي وسلو پر پروژې او د سونتوکو پر زېرمو پراخ بریدونه په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
اسراییلو ویلي چې د ایران د دفاع وزارت پر ودانۍ، د سپند د هستوي پروژې پر مرکزي ودانۍ او نورو موخو یې بریدونه کړي دي.
له راپورونو سره سم، تېره شپه د تهران په شمول د ایران په یو شمېر سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ایران د اسراییلو د تازه بریدونو له وجې د اوښتو زیانونو په تړاو څه نه دې ویلي.
سپاه پاسداران په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې د سپاه د هوایي دفاع ځواک د درو کروز توغندیو، لسو بې پیلوټه الوتکو او لسګونو نورو توغندیو په شنډولو توانېدلی دی.
د ایران په بریدونو کې د اسراییلو مرګ ژوبله
اسراییلي رسنیو خبر ورکړی دی چې د ایران د تېرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
الجزیرې ټلویزون د اسراییلي رسنیو او روغتیایي چارواکو له قوله ویلي چې د اسراییلو په دوو ښارونو پلازمېنه تل ابیب او حیفا کې لس تنه وژل شوي دي.
همدا راز اسراییل ټایمز رسنۍ راپور ورکړی دی چې د ۳۵ نورو ورکو کسانو د موندنې لټون روان دی.
دې رسنۍ ویلي چې د ایران یو توغندی د حیفا په ختیځ کې په عربي تامر ښار کې پر یوه دوه پوړیز کور لګېدلی چې له کبله یې څلور ښځې وژل شوې او ۱۰ تنه نور ژوبل دي.
اسراییل ټایمز د پولیسو له قوله ویلي چې په بت یام کې هم د ایراني توغندي د لګېدلو له امله درې تنه وژل شوي دي.
د دې رسنۍ په وینا، وژل شوي دوې ۸۰ او ۶۹ کلنې ښځې او یو ۱۰ کلن ماشوم دی.
دا جګړه د جمعې په ورځ پر ایران د اسراییلو تر برید وروسته پیل شوه.
اسراییلو په یوه بې مخینې برید کې د ایران لوړپوړي نظامي چارواکي او هستوي ساینسپوهان ووژل. ایران تر اوسه د خپلو شپږو لوړپوړو نظامي چارواکو او اتو هستوي ساینسپوهانو وژل تایید کړي دي.
د ایراني رسنیو په وینا، د اسراییلو په بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د اسراییلو پوځ ویلي چې د ایران پر هوایي دفاعي سیسټم تر برید وروسته د اسراییلو هوایي ځواک د ایران د لوېدیځ او تهران پر فضا برلاسي لري.
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم ویلي چې اسراییلو «تهران ته د رسېدو» لار برابره کړې ده.
د ایران سپاه پاسداران ځواک هم ویلي چې د دې هیواد د وسلوالو ځواکونو یرغلیز عملیات به «د شرارتونو او تعرضونو د دوام په صورت کې» نور هم خونړي او پراخ وي.