اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې له سختو ورښتونو وروسته درانه سیلابونه را وتلي چې له امله یې ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
سرچینه وایي، دا طبیعي افتونه (چهارشنبه ۳۱ د چنګاښ) ماسپښین مهال د منډول ولسوالۍ په “دهند رهرا” سیمه کې را منځته شوې.
د سرچینې په خبره، د دغو سیلابونو له امله لسګونه څاروي، کرنیزې ځمکې، شپږ استوګنیز کورونه، د اوبو پرمټ د اوړه کولو ژرندې، عمومي او فرعي سړکونه او ۷ کرنیز کانالونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول زیانمن شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغو سیلابونو او ورښتونو د منډول ولسوالۍ په یو شمېر نورو سیمو کې هم سخت ورښتونه او سیلابونه را وتلي؛ خو د زیانونو کچه لا هم په بشپړ ډول معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د نورستان په مرکز پارون کې د ناڅاپي خونړي سیلاب له امله د ۲۳ کسانو جسدونه موندل شوي او شااوخوا ۱۲۰ کسه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه د نورستان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
