د امریکا او سعودي عربستان د انرژۍ وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي همکارۍ تاریخي تړون لاسلیک کړ.
د امریکا د انرژۍ وزارت نن (پنجشنبه،۱ د زمري) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا همکاري یوازې د سولهییزو موخو لپاره ده.
دغه تړون د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان لاسلیک کړی دی.
په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې او نیوکې ډېرې شوې دي، د امریکا د انرژۍ وزارت وايي، دا تړون د اټومي خوندیتوب، امنیت او د اټومي وسلو د نه خپرېدو لوړ نړیوال معیارونه رعایتوي.
کریس رایټ ویلي: «ډاډه اوسئ، دا تړون د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تر ټولو لوړ معیارونه پلي کوي.»
هغه زیاته کړې، چې له سعودي عربستان سره دا اټومي تړون د امریکا د صنعت، کارګرانو او اکمالاتي ځنځیرونو په ګټه دی او همدارنګه به د سعودي عربستان د انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو کې هم مرسته وکړي.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې دغه تړون سولهییز بللی دی.
د یاد وزارت په وینا، دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي انرژۍ د سولهییزې استفادې، د تخصص، پوهې او ټکنالوژۍ د تبادلې او همکارۍ د پراختیا لپاره لاسلیک شوی دی.
د سعودي د انرژۍ وزارت هم ویلي، چې د اټومي خوندیتوب، اټومي امنیت او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د نړیوالو لوړ معیارونو رعایت د دې تړون له مهمو اصولو څخه دی.
خو د دې تړون پر لاسلیک کېدو نیوکې لا هم دوام لري.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې منتقدان باور لري په سعودي عربستان کې د اټومي تأسیساتو جوړول، په داسې حال کې چې د منځني ختیځ کړکېچونه لا هم روان دي، په سیمه کې به د اټومي سیالۍ کچه لوړه کړي.
د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور اډوارډ مارکي ویلي: «دوی سعودي عربستان، چې یو مستبد او سیال هېواد دی، ته اجازه ورکوي چې د اټومي وسلو ټکنالوژۍ ته وده ورکړي، په داسې حال کې چې د ایران د اټومي بم د مخنیوي تر نوم لاندې له ایران سره جګړه پیلوي. دا تړون زموږ د ټولو امنیت کمزوری کوي.»
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان څو ځله ویلي، هېواد یې د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لري، خو که ایران اټومي وسله جوړه کړي، سعودي عربستان به هم ورته اقدام وکړي.
د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ دغه اټومي تړون، چې ارزښت یې په مبهم ډول لسګونه میلیارده ډالر ښودل شوی، د ۳۰ کلنې همکارۍ لپاره دی.
د تړون له مخې به امریکايي شرکتونه په سعودي عربستان کې د AP1000 اټومي بټۍ جوړوي، چې د امریکا تر څارنې لاندې به یوازې د برېښنا د تولید او علمي څېړنو لپاره کارول کېږي.
