په عراق کې د کردستان سیمې د مرکز اربیل ښار کې له لږ تر لږه اوو چاودنو وروسته، د دغه هېواد امنیتي چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د «اوکراین اړوندې ډلې» لاس لري.
الجزیرې د عراق د ملي امنیت د سلاکار قاسم عبودي له قوله راپور ورکړی چې «نوې استخباراتي معلومات ښيي، د اوکراین اړوندې ډلې د عراق پر دولتي تاسیساتو د بمونو بریدونه ترسره کړي دي.»
د راپور له مخې، عبودي د «دجله» عربي ټلوېزیون ته ویلي: «نوې معلومات د اوکراین احتمالي لاسوهنې ته اشاره کوي، خو تر هغې چې پر کوم لوري رسمي تور ولګوو، لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.»
هغه زیاته کړې: «موږ د کسانو یوه کوچنۍ ډله نیولې چې اعتراف یې کړی د اوکراین لپاره یې کار کاوه. دغو کسانو د عراق ځینې دولتي تاسیسات د بمونو په بریدونو هدف ګرځولي دي.»
خو د عراق د ملي امنیت سلاکار په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي او د اوکراین حکومت هم تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عربي شبکې «شفق نیوز» راپور ورکړی چې لومړۍ چاودنه نن سهار (سېشنبه، ۶ د زمري) شوې ده.
په ورته وخت کې، د ایران تسنیم خبري اژانس هم په اربیل کې د اوو چاودنو خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې چاودنې د خلیفان او سوران ولسوالیو کې د «ترهګرو ډلو» په مرکزونو کې شوې دي.
د تسنیم د راپور له مخې، ایراني بېپیلوټه الوتکو «رادارونه او د بېلتونپالو ګوندونو مرکزونه» په نښه کړي دي. د ایران حکومت او دولتي رسنۍ هغه کردي سیاسي ګوندونه چې د تهران له حکومت سره مخالف دي، «بېلتونپال او ترهګر» بولي.
خو د نننیو چاودنو د څرنګوالي او اصلي لامل په اړه د دغو دوو روایتونو ترمنځ لا هم بشپړ وضاحت نشته.
د عراق د چاودنو په تړاو د اوکراین نوم داسې مهال مطرح کېږي چې د دغه هېواد ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د شنبې په ورځ په کسپین سمندرګي کې پر یوې ایراني بېړۍ د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.
ایران ګواښ کړی چې پر هغې «سوداګریزې بېړۍ» د اوکراین برید، چې له امله یې یو ملوان وژل شوی، بېځوابه نه پرېږدي.
خو اوکراین ادعا کوي چې یاده بېړۍ مسکو ته ایراني وسلې لېږدولې، څو د اوکراین پر ضد په جګړه کې وکارول شي.
