په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، احسانالله کامګار وایي، چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبېحالله د وسلهوالو برید کې وژل شوی دی.
کامګار په وینا، نوموړی نن سهار (سه شنبه، ۶ د زمري) د یاد ولایت د بهارک ولسوالي او فیضاباد ترمنځ لاره کې د موټرسایکل سپرو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
د هغه په خبره، نوموړی له کوره د خپل دفتر پر لور روان ، چې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د ویاند په وینا، د دې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.
په دې وروستیو کې بدخشان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.
