محقق: د کابل په لوېدیځ کې په یوه ښوونځي کې چاودنې مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی

Oplus_131072

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په لوېدیځ کابل کې په یوه ښوونځي کې د شوې چاودنې په غبرګون کې ویلي، چې د دې پېښې مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.

محقق نن سهار (سې‌شنبه، د زمري ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان د واکمنې ډلې په توګه مسؤلیت لري چې د خلکو د ژوند، مال او حیثیت ساتنه وکړي.

محقق ویلي: «دا خواشینوونکې پېښه، هغه هم د هغو ماشومانو په منځ کې چې یوازې له کتابچې او قلم سره سروکار لري، د پېښې د عاملانو د ظلم او بې‌رحمۍ څرګندونه کوي. او له شک پرته، ځکه چې واکمنه ډله ادعا کوي چې د هېواد پر ټولې خاورې بشپړ کنټرول لري، نو د دې ناورین مسؤلیت د هغوی پر غاړه دی؛ هغوی باید د خپلې تر کنټرول لاندې سیمې د خلکو د ژوند، مال او حیثیت ساتنه کړې وای.»

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د پېښې د څرنګوالي په اړه ویلي، چې نوموړي ته معلومات رسېدلي چې دوو موټرسایکل‌سورو کسانو دوه لاسي بمونه د ښوونځي دننه غورځولي دي.

پرون مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې (دوشنبه، د زمري ۲۶مه) د کابل ښار د دشت برچي په مهدیه ښارګوټي کې، د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي په انګړ کې چاودنه وشوه.

ځايي سرچینو هم د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په لومړیو ساعتونو کې ورته روایت وړاندې کړی و او ویلي یې وو چې یوه کس له بهر څخه د دغه ښوونځي انګړ ته چاودېدونکي توکي غورځولي دي.

طالبانو د پېښې رامنځته کېدل تأیید کړي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. ویل کېږي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته