«د افغانستان د آزادۍ جبهې» پرون په لوېدیځ کابل کې په یوه ښوونځي کې شوې چاودنه «ترهګریزه» او «پر هزارهګانو د منظمو بریدونو دوام» بللی او غندلې ده.
دغه جبهې نن سهار (سېشنبه، د زمري ۲۷مه) پر اېکس شبکې په خپره کړې اعلامیه کې د دې پېښې له قربانیانو سره د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي: «دا جنایتکارانه برید پر هزاره او شیعه وګړو، په ځانګړي ډول پر زدهکوونکو او ملکي وګړو، په لوېدیځ کابل کې د ترسره شویو ترهګریزو او منظمو بریدونو د لړۍ دوام دی.»
دې جبهې زیاته کړې چې د کمعمره زدهکوونکو په نښه کول د «ترهګرۍ او بشریت پر ضد د جنایت» ښکاره بېلګه ده او هېڅ ډول توجیه نه لري.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» ویلي چې د دا ډول بریدونو تکرار د طالبانو هغه ادعا چې په افغانستان کې یې سراسري امنیت ټینګ کړی، د «لوی دروغ او د خلکو د غولولو» په توګه ثابتوي.
دې جبهې نه یوازې طالبان د هزارهګانو د عامه ځایونو د امنیت په تأمینولو کې ناکام بللي، بلکې ویلي یې دي چې «د طالبانو له دننه جوړښتونه او کړۍ» په دغو پېښو کې لاس لري.
«د افغانستان د آزادۍ جبهې» له نړیوالې ټولنې او اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې دا پېښه په جدي او خپلواکه توګه وڅېړي او عاملان یې معلوم کړي.
پرون مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې (دوشنبه، د زمري ۲۶مه) د کابل ښار د دشت برچي په مهدیه ښارګوټي کې، د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د «شمع هدایت» خصوصي ښوونځي په انګړ کې چاودنه وشوه.
طالبانو د پېښې رامنځته کېدل تأیید کړي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۵۰ زدهکوونکي ټپیان شوي دي.
