د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو وغوښتل چې د «لاپیس» رسنیز مرکز فعالیت بېرته پیل کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو وغوښتل چې د «لاپیس» رسنیز مرکز ته د فعالیت د بیا پیل اجازه ورکړي.

دغه مرکز د جمعې په ورځ، د سنبلې په ۶مه، په یوه اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې محدودوونکي اقدامات او په هېواد کې د خپلواکو رسنیو د کمزوري کولو هڅې پای ته ورسوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې «د لاپیس دفتر بېرته پرانیزي او کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې له محدودیت او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل فعالیتونه پیل کړي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې د «لاپیس» رسنیز مرکز د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۴مه، د طالبانو استخباراتو له لوري تړل شوی دی.

دغه مرکز ویلي چې طالبانو د کابل ښار د وزیر اکبرخان سیمې په ۱۲مه کوڅه کې د لاپیس دفتر د تړلو پر مهال د دغه دفتر تجهیزات، د کمپیوټرونو او د معلوماتو د زېرمه کولو ډیسکونو په ګډون، ضبط کړي او له ځان سره یې وړي دي.

د خبریالانو مرکز د طالبانو د استخباراتو د یوه کارکوونکي له قوله لیکلي چې ټاکل شوې د لاپیس رسنیز مرکز دوسیه له لا زیاتو څېړنو او تحقیقاتو وروسته محکمې ته ولېږل شي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له استخباراتو سره تړلې «هندوکش غږ» رسنۍ د لاپیس دفتر د تړل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه بنسټ ځینې کارکوونکي له هېواده بهر دي او هغه کسان چې په هېواد کې ژوند کوي، تر څار او تعقیب لاندې دي.

د هندوکش غږ د راپور له مخې، طالبانو دغه رسنیز مرکز تورن کړی چې د نیمه لوڅو فلمونو لنډې صحنې، کنسرتونه او نور هغه تصویري مطالب یې خپاره کړي چې لوېدیځ سبک او نظریات ترویجوي.

د «لاپیس» رسنیز مرکز چې د «موبی ګروپ» اړوند دی، د رسنیزو محتواوو ترڅنګ د فلمونو او موسیقۍ څو خپرندویې شبکې، لکه «باربد»، «فضا»، «دریا» او «شمس» هم اداره کوي.

«موبی ګروپ» چې په اوو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې یو فعال رسنیز شرکت دی، د افغانستان د وګړي سعد محسني په ګډون څو ونډه‌وال لري. دغه شبکې په کابل کې ګڼ رسنیز مرکزونه جوړ کړي، چې طلوع، طلوع‌نیوز، لمر ټلویزیونونه، آرمان او آراکوزیا راډیوګانې، د «کابورا» د دوبلاژ او رسنیزو محتواوو د تولید مرکز، د «باربد» د موسیقۍ د تولید او خپرولو مرکز، د «لاپیس» رسنیز مرکز او یو شمېر نور اړوند بنسټونه پکې شامل دي.

سعد محسني په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره «تعامل» وکړي.

د بېلګې په توګه، د روان لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې، هغه په لندن کې په یوه غونډه کې د افغانستان د ښځو وضعیت «عادي» وباله، چې له امله یې د هېواد د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او مدني ټولنې سخت غبرګونونه راوپارېدل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته