د طالبانو یو پلاوی جرمني ته تللی

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو درې کسیز پلاوی له رسمي اعلان پرته جرمني ته سفر کړی دی.

د «تاګس‌شاو» خپرونې د «ان‌دې‌ار» شبکې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو دغه پلاوی تېره چهارشنبه، د وږي په ۴مه، په قطر کې له لنډ تمځای وروسته جرمني ته داخل شوی دی.

د راپور له مخې، د طالبانو د پلاوي غړي د یوې میاشتې ویزو له لارې جرمني ته تللي او ټاکل شوې ده چې شاوخوا درې اوونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي.

که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو جرمني رسنیو لیکلي چې دغه پلاوی د «مهاجرینو د ایستلو د اسانتیا» لپاره جرمني ته تللی، څو د هغو افغان مهاجرینو د هویت په تثبیت کې مرسته وکړي چې د ایستلو په نوملړ کې شامل دي.

د طالبانو پلاوی اوس مهال په برلین کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دی او ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان قونسلګریو ته په بن او مونیخ ښارونو کې هم ولاړ شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو غړي د «تخنیکي ملاتړ د یوې ډلې» په توګه او «لنډمهاله» جرمني ته داخل شوي دي.

جرمني له طالبانو سره د اړیکو له رامنځته کېدو وروسته افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ بیا پیل کړې ده. جرمني د ۲۰۲۴ کال له اګست راهیسې، په ۱۴ الوتنو کې ټولټال ۲۵۶ کسان افغانستان ته ستانه کړي دي.

د جرمني د چارواکو په وینا، په دغو کسانو کې هغه کسان شامل وو چې د جنسي تېري، وژنې، د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښ او نشه‌يي توکو په څېر په درنو جرمونو محکوم شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته