د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) وايي چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان د څښاک اوبو ته باوري او خوندي لاسرسی نه لري.
دغه بنسټ نن، یکشنبه د سنبلې په ۲۲مه، پر اېکس شبکې لیکلي چې هوښیار ښاري پلان جوړونه او د اوبو او کثافاتو سم مدیریت کولای شي د اوبو د سرچینو په ساتنه، د روغتیايي وضعیت په ښه کولو او د لا روغتیايي او سالمو ټولنو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د ټولو خلکو لپاره د اوبو پر برابر لاسرسي ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې په کلیوالو سیمو کې د اوبو د کمښت بحران د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوی بلل کېږي؛ خو د افغانستان ښارونه، په ځانګړي ډول کابل، هم د اوبو له جدي بحران سره مخ دي.
اوس مهال د پلازمېنې کابل د اوبو اړتیاوې تر ډېره له ځمکې لاندې اوبو څخه پوره کېږي.
خو د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکوي چې ښايي د کابل ځمکې لاندې اوبه په راتلونکو پنځو کلونو کې وچې شي او دغه ښار په نړۍ کې پر داسې لومړني ښار بدل شي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ وي.
د ښاري نفوس چټکه وده او د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت په کابل کې د اوبو د بحران له مهمو عواملو څخه بلل کېږي.
