ټیلیګراف: سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ له بریتانیا څخه د بېلتون د پلان لپاره غونډه کوي

Oplus_131072

د «ټیلیګراف» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ لومړي وزیران یوه مهمه غونډه کوي، څو له بریتانیا څخه د خپلو سیمو د بېلتون لپاره پلان جوړ کړي.

دې بریتانوي رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي چې دا غونډه نن (دوشنبه، ۲۳ د وږي) د وېلز په پلازمېنه کارډیف کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د سکاټلنډ لومړی وزیر جان سویني، د وېلز لومړی وزیر رین اَپ ایئوروِرت او د شمالي ایرلنډ لومړۍ وزیره میشل اونیل ګډون وکړي.

ټیلیګراف لیکلي چې دغه مشران سره راټولېږي، څو د «ځان‌تعیین حق، خپلواکۍ او د اساسي قانون د بدلونونو» په اړه د ګډې همکارۍ خبرې وکړي او یو ګډ تفاهم‌لیک هم لاسلیک کړي.

جان سویني د دغو دریو حکومتونو د اوسنیو مشرانو همغږي د بریتانیا څخه د بېلتون لپاره یو مهم فرصت بللی او ویلي یې دي چې د لومړي ځل لپاره سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د خپلواکۍ پلوي لومړنیو وزیرانو له خوا رهبري کېږي.

هغه زیاته کړې چې «اوسنی وضعیت د دوام وړ نه دی» او ویسټ‌منسټر باید د بریتانیا له موجوده جوړښت وروسته د راتلونکي لپاره چمتووالی ونیسي.

د نننۍ غونډې په اړه سویني ویلي: «سبا په کارډیف کې لیواله یم چې د دغو ټاپوګانو له ګوټ ګوټ څخه له خپلو شریکانو سره د یوه غوره راتلونکي په اړه خبرې وکړم؛ او دا راتلونکی یوازې له خپلواکۍ څخه د یوه نوي پیل په کولو سره ممکن دی.»

د ټیلیګراف د راپور له مخې، د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ اوسني مشران غواړي، که په دې اړه هوکړې ته ورسېږي، له بریتانیا څخه د بېلتون لپاره ټولپوښتنه ترسره کړي.

تر اوسه لندن د سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ د ملتپالو مشرانو د دې پرېکړې په اړه په رسمي ډول کومه څرګندونه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته