ځايي سرچینې وايي، د طالبانو پخوانی لوړپوړی غړی، معتصم آغاجان، په کندهار کې له خپلې دیني مدرسې څخه نیول شوی دی.
یوه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې په خبر کې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ (۲۲ د وږي) د معتصم آغاجان مدرسه کلابنده کړه او د همدې ورځې په ماښام یې نوموړی ونیوه.
سرچینه زیاتوي چې آغاجان لومړی د طالبانو استخباراتو ادارې ته او وروسته د کندهار ښار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته انتقال شوی دی.
د سرچینې په وینا، معتصم آغاجان وروسته له هغه ونیول شو چې د یکشنبې په ورځ شاوخوا د غرمې مهال د دیني عالمانو یوې ډلې له هغه سره وکتل او د غرمې په ډوډۍ کې هم د هغه په مدرسه کې پاتې شول.
طالبانو د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته مدرسه کلابنده کړې او معتصم آغاجان یې نیولی دی.
معتصم آغاجان، چې تر دې مخکې یې د نجونو پر زدهکړو د طالبانو د بندیز له امله پر دې ډلې نیوکه کړې وه، په دې وروستیو کې له کابل څخه کندهار ته تللی و.
نوموړی د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر له نږدې کسانو څخه و او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.
ویل کېږي چې معتصم آغاجان د ملا عمر د زوی او د طالبانو د دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، په بلنه له متحده عربي اماراتو څخه افغانستان ته راستون شوی و.
د راپورونو له مخې، دا درېیم ځل دی چې معتصم آغاجان نیول کېږي. نوموړی تر دې وړاندې هم د حمل په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و.
