د هالنډ همجنس‌پال لومړی وزیر د ماشوم د زېږېدو په تمه دی

د هالنډ لومړي وزیر، راب یتن، اعلان کړی چې دی او کوژدن یې، نیکولاس کینان، په ۲۰۲۷ کال کې د خپل لومړي ماشوم د زېږېدو په تمه دي.

دې جوړې د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) په انسټاګرام کې په یوه پیغام کې خبر ورکړی چې ډېر ژر به یې ماشوم وزېږي.

هغوی په خپل پیغام کې لیکلي: «یو ډېر ځانګړی کس په لاره دی؛ په ۲۰۲۷ کال کې به سره ووینو، کوچنیه.»

دې جوړې څرګنده کړې چې د ماشوم د لرلو لپاره یې د «بدیلې مور» له لارې کار اخیستی دی په دې بهیر کې یوې ښځې خپله هګۍ ورکړې او بلې ښځې د امیندوارۍ او ماشوم زېږولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی دواړه ښځې د دې جوړې ملګرې دي.

د یتن او کینان په ګډ پیغام کې راغلي: «موږ د هګۍ له بسپنه‌ورکوونکې، خپلې بدیلې مور لیزا او د هغوی له کورنیو څخه بې‌حده منندوی یو. ستاسو له مرستې پرته د دې هېڅ یوه امکان نه درلود.»

۳۹ کلن راب یتن، چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د هالنډ لومړی وزیر شو، د دغه هېواد لومړنی لومړی وزیر دی چې په ښکاره یې خپل همجنس‌پالوالی څرګند کړی او همدارنګه تر ټولو ځوان کس دی چې دې مقام ته رسېدلی دی هغه په ۲۰۲۴ کال کې د ارجنټاین د هاکي له لوبغاړي، نیکولاس سانتیاګو کینان، سره کوژده وکړه؛ خو دې جوړې لا واده نه دی کړی.

یتن او کینان تر دې مخکې پلان درلود چې په ۲۰۲۶ کال کې واده وکړي، خو د یتن د لومړي وزیر کېدو وروسته یې د واده مراسم وځنډول.

د هالنډ د لومړي وزیر له لوري د پلار کېدو د خبر اعلان د رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یتن ویلي چې د خپل ماشوم د زېږېدو پر مهال به د لومړي وزارت له دندو څو ورځې رخصتي واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته