د ایران مشر مجتبی خامنهیي له محسن رضايي، د دغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا له منشي سره په لیدنه کې د جګړې د پای ته رسولو او د «نه جګړې، نه سولې» وضعیت د ختمولو غوښتنه کړې ده.
د ایران د مشر وېبپاڼې نن (سهشنبه، ۵ عقرب) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له محسن رضايي سره د مجتبی خامنهیي د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دې اعلامیې له مخې، «د هرمز تنګي د مدیریت له لارې د ملي او سیمهییز امنیت ساتل او د دوامدارو او متقابلو ګټو پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو سره د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا» د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د ایران مشر د دغه هېواد د خلکو د «ملي مقاومت» له لاسته راوړنو څخه د «دښمن بېوسه کېدل» بللي او ټینګار یې کړی چې د هېواد او نظام د دفاع لپاره د خلکو د حضور د دوام په موخه باید په فعاله او پر وخت توګه معلومات خپاره شي. هغه همداراز د جګړې او د «نه جګړې، نه سولې» وضعیت د پای ته رسولو په موخه، د ایران د خلکو او د مقاومت د جبهې د حقونو او ګټو د تأمین لپاره د هېواد د چارواکو له خوا د مطرح شویو شرطونو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
ایران له امریکا سره د دغه هېواد ترمنځ وضعیت «نه جګړه، نه سوله» بولي او د دې وضعیت د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د ایران د مشر وېبپاڼې لیکلي چې محسن رضايي په دې لیدنه کې د ایران د وضعیت او روانو هڅو په اړه راپور وړاندې کړ. هغه په خپل راپور کې د «سیمهییزو ترتیباتو او نظم د رامنځته کولو لپاره د اسلامي جمهوریت د ستراتیژیک سیاست» تعقیبول د ملي امنیت د عالي شورا د دارالانشا له روانو اقداماتو څخه وبلل.
دا لیدنه په تهران کې د ایران، پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د څلور اړخیزې لیدنې یوه ورځ وروسته ترسره شوې ده.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي تر هغې لیدنې وروسته هم ویلي وو چې ګډونوال پر دې سلا شوي وو چې د سیمې امنیت باید «له دننه» تأمین شي او بهرنی لاسوهنه پکې نه وي.
مجتبی خامنهیي د خپل پلار علي خامنهیي د وژل کېدو وروسته، چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ووژل شو، د ایران مشر شوی دی. نوموړی تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او یوازې د ایران ځینې لوړپوړي چارواکي، د ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلمان د رییس محمدباقر قالیباف او د ملي امنیت د عالي شورا د منشي محسن رضايي په ګډون، له هغه سره لیدلي دي.
راپورونه دا هم ښيي چې مجتبی خامنهیي په هغو بریدونو کې سخت ټپي شوی و چې د هغه د پلار د وژل کېدو لامل شول. خو ایراني چارواکي وايي چې مجتبی خامنهیي بشپړ روغ دی.
