په پنجشېر کې سیمهییزې سرچینې وايي، طالبانو د دغه ولایت د دولتي ادارو پر کارکوونکو د لونګۍ تړل اجباري کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پنجشېر کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کمېټې پرېکړه کړې چې د دولتي ادارو کارکوونکي باید د دندې پر مهال لونګۍ پر سر ولري.
سرچینې وايي، تر دې وړاندې هم د طالبانو والي په یوه اداري غونډه کې امر کړی و چې کارکوونکي باید د لمانځه پر مهال لونګۍ پر سر کړي.
د سرچینو په وینا، طالب چارواکو خبرداری ورکړی چې که کارکوونکي له دې امر څخه سرغړونه وکړي، زنداني به شي.
طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو له وخته د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د دولتي کارکوونکو، زدهکوونکو او محصلانو پر جامو او ظاهري بڼې پراخ محدودیتونه لګولي دي.
دې ډلې تر دې وړاندې د ځینو ولایتونو د دولتي ښوونځیو زدهکوونکي هم د لونګۍ تړلو ته اړ کړي وو.
