د سوالګرو ستونزه د بهرنیو مرستو له لارې نه حل کېږي

د ورځې یادښت

د طالبانو حکومت له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د سوالګرۍ د پدیدې د مخنیوي لپاره له دې هېواد سره مرسته وکړي. په دې غوښتنه کې دوه واقعیتونه په یوه وخت کې نغښتي دي: لومړی دا چې طالبان ویني د دوی تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې سوالګري زیاته شوې ده (تر دې کچې چې ان د دې ډلې حکومت یې د بهرنیو مرستو غوښتلو ته اړ کړی دی)؛ دویم دا چې طالبان لا هم نه مني چې د سوالګرۍ پراختیا د دوی د هغو سیاستونو مستقیمه پایله ده چې د کار، پرمختګ، نوښت، ازادۍ، پوهې او روغتیا ضد دي.

ولې خلک سوالګري کوي؟

په افغانستان کې د سوالګرو په منځ کې خامخا داسې کسان شته چې د خپلو ناسمو پرېکړو له امله دې حالت ته رسېدلي دي. ځینې نور بیا د ځینو جسمي او رواني اختلالونو یا په کورنیو کې د ناسمو اړیکو قربانیان دي او د هغوی کار په پای کې د ښارونو په واټونو کې سوالګرۍ ته رسېدلی دی. خو د ډېرو خلکو لپاره سوالګري د اقتصادي بن‌بست پر وړاندې د بې‌وسه کېدو پایله ده. په دې معنا چې د سوالګرو یوه لویه برخه داسې کسان دي چې نه غواړي سوالګري وکړي، خو له هر لوري یې پر مخ لارې تړل شوې دي.

د هغو کسانو لپاره چې خپلې اقتصادي ستونزې یې د لږې هڅې او تدبیر له لارې حل کړې وي، د هغو خلکو د وضعیت تصور کول ډېر ستونزمن دي چې له بشپړ اقتصادي بن‌بست سره مخ دي. کله چې په خپل هېواد کې نه پیسې ولرئ، نه دنده او نه هم نورو هېوادونو ته د وتلو لار ومومئ او کورنۍ مو هم د یوې مړۍ ډوډۍ په تمه وي، څه به کوئ؟ دا وضعیت د ټولو لپاره یو شان پایله نه لري. ځینې کسان چې پور اخیستلای شي، بحران لږ څه ځنډوي. ځینې نور بختور وي او په هماغه بن‌بست کې له یوې ناڅاپي لارې خلاصون سره مخ کېږي. خو داسې کسان هم شته چې مطلق بحران ته رسېږي او د هرې کچې هڅې سربېره نه شي کولای له دې بن‌بست څخه ځان وباسي.

طالبان څه کوي؟

په افغانستان کې، له نږدې څلوېښت میلیونه هغو کسانو څخه چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل ژوند تر ټولو سختې ورځې او شپې تېروي، دا د حیرانتیا خبره ده چې دومره ډېر کسان سوالګرۍ ته لاس نه اچوي. طالبانو داسې وضعیت رامنځته کړی چې په هغه کې د ښاریانو د ژوند بنسټونه په سختۍ زیانمن شوي دي. نه دندې شته، نه تولید او نه هم هغه فکري او ټولنیز امنیت شته چې د اقتصادي ودې لپاره اړین دی. طالبانو له هماغه پیله د عمومي عفوې د اعلان ترڅنګ دا هم اعلان کړه چې د حکومت تګلاره به یې پر اقتصاد راڅرخي. موخه یې دا وه چې خپله ټوله پاملرنه به د افغانستان پر اقتصادي ودې متمرکزه کړي. خو په عمل کې، نه یې پر عمومي عفوې ژمن پاتې شول او نه یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اړین شرایط برابر کړل. په تمثیلي ژبه، طالبانو وویل چې یو ښکلی، شین، له ګلونو او مېوو ډک بڼ به جوړوي، خو (په عمل کې) یې دا کار د چینو او کاریزونو په وچولو، د بڼوالو په تړلو او وژلو او د دې بڼ لپاره د اړینو تخمونو په له منځه وړلو سره ترسره کوي.

اقتصادي وده داسې اړتیاوې لري چې یوازې د ازادۍ، امنیت او ثبات په فضا کې برابرېدای شي؛ هغه ازادي او امنیت چې د وګړو فکري ازادي او رواني خوندیتوب هم پکې شامل دي. هغه حکومت چې عصري علوم د درسي نصاب څخه حذفوي او پر ځای یې اسلامي ثقافت ورزیاتوي، ان د اقتصادي ودې نیمګړی درک هم نه لري. هغه حکومت چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړي او ښځې د ګواښ، وېرې، نیولو او سپکاوي له لارې په کورونو کې کېنوي او بې‌کاره کوي، په دې نه پوهېږي چې د هېواد د نیمايي وګړو فلج کول له اقتصادي ودې سره هېڅ سمون نه لري. هغه حکومت چې ټولنیز چاپېریال دومره تنګ او له خطرونو ډکوي چې ډېری پوهان، عالمان، د نظر خاوندان او متخصصان له هېواده تښتېدو ته اړ کېږي، د اقتصادي ودې د لارو چارو په اړه هېڅ تصور نه لري. هغه حکومت چې لوړپوړي چارواکي یې خلکو ته وايي: «ستاسې د ژوند او روزګار موضوع زموږ پورې هېڅ تړاو نه لري، لاړ شئ دعا وکړئ»، څنګه کولای شي خپله تګلاره د اقتصادي پرمختګ پر محور ولاړه وبولي؟ هغه حکومت چې د نړۍ هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني او نه شي کولای د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړۍ د کوم مهم دولت همکاري ترلاسه کړي، څنګه کولای شي په دې سره تړلې نړۍ کې (چې د نړیوال کلي په نوم هم یادېږي) له هغو پرمختیايي امکاناتو ګټه واخلي چې دا نړۍ یې د ټولو په واک کې ورکوي؟ هغه حکومت چې د نړۍ د مهمو هېوادونو او سازمانونو په ارزونو کې د سیمه‌ییز او نړیوال ترهګرۍ ملاتړی ګڼل کېږي، د کوم دلیل پر بنسټ د داسې افغانستان د اقتصادي ودې خبرې کوي چې ټول ورته د ترهګرۍ د یوه مرکز په سترګه ګوري؟

د افغانستان خلک سخت‌زړي او زغم لرونکي دي او تر هغه ځایه چې ساه یې ورسره مل وي، پر خپل غرور او عزت نفس پښه نه ږدي. له همدې امله، په دې هېواد کې د سوالګرو شمېر ان نن ورځ، د طالبانو د بې‌کفایته او نامشروع واکمنۍ پر مهال هم، لا هم لږ دی. په هغه شرایطو کې چې طالبانو رامنځته کړي دي، که د سوالګرو شمېر څو برابره زیات هم وای، د حیرانتیا خبره به نه وه. تر دې هم بده دا ده چې نور هغه ښاریان هم، چې سوالګر نه دي، د سوالګرو د لږې مرستې لپاره هم چندان توان نه لري. د دې کیسې دردونکې او تر یوه بریده طنزیه برخه دا ده چې طالبان سوالګر رامنځته کوي، بیا له بهرنیو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې د سوالګرۍ د پراختیا مخه ونیسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته