اطلاعات روز: يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی دی چې د افغانستان په اړه د تماس د سيمهييزې ډلې جوړېدل له بنبست سره مخ دي ځکه چې پاکستان په دې ډله کې د هند د حضور مخالفت کوي.
د تماس د سيمهييزې ډلې جوړېدل د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونو ګوتريش وړانديز و.
د دوحې غونډه د فبروري د مياشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د يو شمېر هيوادونو او افغانستان د مدني ټولنې د ۲۵ غړو په حضور سره جوړه شوه. طالبانو په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.
د دې غونډې اصلي موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل و، خو داسې استازی ونه ټاکل شو او ګوتريش د غونډې په پای کې اعلان وکړ چې د استازي د ټاکنې په لړ کې به يو څه مشورې وکړي. طالبان او يو شمېر سيمهييز هيوادونه د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو مخالفت کوي.
په عين مهال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه د تماس د يوې ډلې د جوړولو وړانديز وکړ.
له دې وړانديز سره سم، ټاکل شوې وه چې دا ډله د افغانستان د نژدې ګاونډيو او نورو ښکېلو اړخونو په حضور سره جوړه شي.
په همدې حال کې پاکستانۍ رسنۍ ايکسپريس ټريبيون د يو شمېر ډيپلوماټيکو سرچينو له خولې ويلي چې په سيمهييزه ډله کې د هند له حضور سره د پاکستان مخالفت بنبست را منځ ته کړی.
دې سرچينو اشاره کړې چې په دې وړانديز کې پرمختګ ځکه درېدلی چې په دې اړه اجماع نشته چې کوم هيوادونه به د دې ډلې برخه وي. يوې بلې سرچينې ويلي چې داسې ښکاري دا وړانديز به بريالی نشي.
ايکسپريس ټريبيون ليکلي چې له تاريخي پلوه، پاکستان او هند په افغانستان کې د يوه-بل پر رول شک کوي.
د دې رسنۍ په وينا، د تماس په سيمهييزې ډلې کې د نوي ډيلي له ګډون سره د پاکستان مخالفت «د [پاکستان د] هغې پخوانۍ انديښنې پر اساس دی چې هند په افغانستان کې ثبات تضعيفوي».
دا په داسې حال کې چې د طالبانو له حکومت سره د پاکستان اړيکې د پخوا په پرتله ترينګلې دي، خو هند په دې وروستيو مياشتو کې له طالبانو سره خپل تعامل زيات کړی دی.