close

د دښمنيو په ختمولو کې د جرګو اغېزناک رول

افغانستان چې د څو لسيزو جګړو کور بلل کېږي، جګړو په کې د نورو ډيرو ستونزو ترڅنګ د کور په کور دښمنیو تخم هم  پاشلی او په نږدې ټول هېواد کې د یو شمیر قومونو ترمنځ دښمنۍ پاتې دي.

له دغه دښمنیو څخه ځینې یې تازه او ځینې یې د څو کلونو او حتا د څو لسیزو راهیسې دوام لري او دواړه اړخونه د یو بل وژلو او یا زیان رسولو پسې ګرځي، چې دا مهال په ډیری ولایتونو کې قومي مشران هڅه کوي چې رامنځته شوې دښمنۍ د جرګو له لارې حل او فصل کړي.

د هیواد په سویل کې پروت ارزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ګڼ قومونه او ځایي خلک په کې له یو بل سره په دښمنیو کې ښکیل دي، چې د نارینه وو ترڅنګ یې ښځې او ماشومان هم د دغو دښمنیو قرباني دي.

په دغه ولایت کې په دې ورستيو کې د قومي مشرانو په منځګړيتوب لسګونه دښمنۍ په دوستۍ بدل شوي، چې په دښمنيو کې ښکيل اړخونه ورڅخه راضي ښکاري.

ارزګان کې د طالبانو د قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولین وايي، چې په تېرو شاوخوا ۱۷ مياشتو کې دغلته ۵۸ دښمنۍ د قومي مشرانو لخوا په دوستې بدلې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د دې ولايت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې لاهم د قومونو ترمنځ ګڼې دښمنۍ پاتې دي او په خبره یې هڅه کوي، چې یادې دښمنۍ له محکمو پرته د جرګو له لارې حل او فصل کړي.

ارزګان کې د قومونو او قبایلو چارو امریت یوه مسوول وویل: «په تېرو ۱۶ يا ۱۷ مياشتو کې موږ ۱۷ شخړې د ياد رياست ترچتر لاندې او پاتې ۴۱ نورې شخړې د قومی مشرانو لخوا حل او فصل شوي، چې ټوله ۵۸ کېږي دغه شخړي په مرکز او په ولسواليو کې حل او فصل شوي دي ډيرې ګټورې ځکه دي چې د قومونو ترمنځ حل شوي او ډيرې غټې دښمنۍ وې.»

خلک ولې د جرګو له لارې خپلې ستونزې هواروي؟

افغانستان کې له پیړیو راهیسې خلکو خپلې شخړې د جرګو له لارې حل کړي او یاده لار پریکنده او د ستونزې د حل دایمي بولي.

په ارزګان کې چې په دې وروستو کې د دوو قومونو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمنۍ په دوستۍ بدله شوې؛ په یاده دښمنۍ یو ښکیل کس امین الله وایي، چې د قومي مشرانو په وسیله د شخړو حل له یوې خوا راتلونکي کې ستونزې نه زیږوي او له بلې خوا په کم لګښت او لږ وخت کې شخړه هواریږي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د محکمو پریکړې ډیرې ځنډنۍ او د قومي جرګو په پرتله څو برابره لګښتونه لري.

هغه له نورو کورنيو غوښتنه کوي، چې خپلې شخړې یا دښمنۍ د جرګو له لارې حل او فصل کړي.

امین الله وويل:« هيڅ مشکل ان شاالله نور نه راځي دا ډير ښه کار دی دا چې هر وخت دغسې ستونزه په قوم او وطن کې پیداکېږي دغسې حل شي ان شاالله خلک به خپلې ټولې ستونزې د همدې لارې حل کوي ځکه د قومي مشرانو لخوا څخه چې دغسې شخړې حل کېږي وخت لږ نيسي او لګښتونه یې هم بیخي کم دي.»

بلخوا ارزګان کې يو قومي مشر حاجي حيات الله چې د ډیرو دښمنیو په حل کې یې د منځګړي رول ادا کړی وايي، هغه پريکړې چې د دوی لخوا کېږي ډيرې باوري او ټولو ته د منلو وړ وي.

نوموړی زیاتوي، لومړی دوی په دښمنۍ کې د ښکيلو اړخونو په روغه جوړه کې يو فيصله خط ليکي او بیا یې په دولتي محکمه کې د قاضي تر نظر باسي او هغه پرې د محکمې مهر هم لګوي، ترڅو پریکړه نور هم اعتبار پیدا کړي.

د هغه په وينا چې د دغه ډول پرېکړو پر مهال لومړی په دښمنيو کې د ښکيلو دواړو غاړو څخه ټول صلاحيت اخيستل کېږي او وروسته قومي مشران خپله پریکړه کوي.

قومي مشران د جرګې وروسته یو پریکړه لیک لیکي او هغه د ښکیلو اړخونو ترڅنګ ټول جرګ کوونکي لاسلیکوي

دغه راز ارزګان کې د مفتي فضل الحق په نوم يو تن ديني عالم چې په ټولو جرګو د پریکړې د فیصلې خط د لیکلو مسوولیت وایي، چې په ډيرو دغه روغو جوړو کې اسلامي او فرهنګي مسايلو ته پام کېږي او د دواړو غاړو په رضايت سره پریکړه خط لیکل کېږي.

د هغه په وينا چې د قومي مشرانو لخوا دغه ډول ناستې که څه هم په قانوني ډول ډير ارزښت نه لري، خو زیاتوي چې په تېرو ۵۸ فيصلو کې هيڅ يوه تر اوسه نه ده ماته شوې او ټولې هغه پريکړې چې د دوی لخوا شوي پر خپل ځای پاتې دي.

هغه وویل: «دلته موږ داسې فيصلي کوو چې د شريعت په چوکاټ کې وي د خلکو رواج ته هم کتل کېږي تر اوسه پورې چې هرڅومره فيصلې موږ کړي يوه هم نه ده ماته شوې.»

د جرګو او مرکو له لارې دښمنۍ په دوستۍ بدلول د افغانانو يو پخوانی دود او دستور ګنل کېږي او له ډيره وخت افغانان خپلې لويې ستونزې له همدې لارې حل او فصل کوي.