close
Photo: Times of India

هند: د افغانستان د هندو او سيک وګړو د ځمکو راګرزولو لپاره د طالبانو اقدام «مثبت بدلون» دی

اطلاعات روز: د هند د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د هندو او سيک وګړو د شخصي ځمکو د بيرته را ګرزولو لپاره د طالبانو اقدام «مثبت بدلون» بللی دی.

د هند د «ايکانوميک ټايمز» رسنۍ له راپور سره سم، د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند راندير جيسوال ويلي: «که د طالبانو ادارې پرېکړه کړې وي چې د مالکيت حقوق خپلو وګړو ته چې د افغانستان له هندو او سيک ټولنې سره تړاو لري، را وګرزوي، دا موږ يو مثبت بدلون بولو.»

د اهل هنودو او سيکانو استازي وايي چې د هغوی اکثريت ملکيتونه په کابل ښار کې غصب شوي دي.

دوی بيا – بيا له طالب چارواکو سره په ليدنو کې د خپلو ځمکو د بيرته ورکړې غوښتنه کړې.

طالب چارواکي هم وايي چې د دې ډلې د ځمکو د غصب کميسيون د اهل هنودو او سيک وګړو غصب شوې ځمکې بيرته را ګرزوي.

د وروستيو کلونو پر مهال اکثريت سيک او هندو لږکيو افغانستان د ناامنۍ او تبعيض له وجې پرېيښی دی.

پر دې مذهبي – قومي ډلې بيا – بيا مرګوني بريدونه شوي دي.

ويل کېږي چې په افغانستان کې د سيکانو نفوس له زرګونو کورنيو څخه يوازې تر ۲۰ کمو کورنيو ته را ټيټ شوی دی.