اطلاعات روز: د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د هاوان ناچاودې مرمۍ د چاودنې پر مهال یو ماشوم مړ او بل ټپي شوی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، چاودنه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۷ د وري) د ارغستان ولسوالۍ په «ملا شیر علی» کلي کې رامنځته شوې چې یو ماشوم په کې وژل شوی او بل سخت ژوبل دی.
پولیس زیاتوي، ټپي ماشوم یې د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی او اوس مهال یې درملنه روانه ده.
د دوی په وینا چې یادو ماشومانو د هاوان یوه زړه مرمۍ موندلې وه چې د لوبو پر مهال یې پرې چاودنه کړې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
تر دې یوه ورځ وړاندې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم پر یو کس چې د کباړ دوکان لري د هاوان زړې مرمۍ چادونه کړې وه او سخت یې ژوبل کړی و.