close
انځور: ټولنيزې رسنۍ

سخت ورښتونه؛ هلمند کې سېلابونو خلګو ته مالي او ځاني زيانونه رسولي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په مارجې او باباجي ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله دوه تنه مړه شوي او د درو ماشومانو په ګډون یوه ښځه زخمي شوې.

د هلمند لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوه نشر کړي راپور کې ويلي چې د وروستیو بارانونو او تندر د را لویدلو له امله یو تن په باباجي او یو تن په مارجې کې مړه شوي.

د هيواد په يو شمېر ولايتونو کې د جمعې له ورځې راهيسې پر له پسې سخت ورښتونه روان دي چې له کبله يې سېلابونه هم راوتلي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې د هلمند په باغران، باباجي، موسی قلعه، ناوې، مارجې، سنګین، ناومېش، کجکي او یو شمیر نورو ولسواليو کې هم د بارانونو او سېلابونو د راوتلو له کبله د خلکو ګڼ شمیر استوګنیز کورونه ويجاړ شوي او کرنیزې ځمکې يې تخريب او پرې ولاړ فصلونه تر خاورو لاندې شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په وروستيو ورځو کې د سختو ورښتونو څپې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې خلګو ته سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

تېره ورځ طالب چارواکو ويلي و چې د وروستيو ورښتونو له کبله ۳۳ تنه مړه شوي دي.