اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو مسوولین او ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې دغلته د ورښتونو او سیلابونو له امله دوه تنه مړه شوي دي.
ارزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسووولین وایي، چې نن (پنجشنبه، ۳۰ د وري) سهار د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوې خونې چت پریوتو له امله یو کس مړ شوی دی.
دوی زیاتوي، چې مړ شوی کس د کور سرپرست و او د زیات ورښت له امله پرې د خونې چت پریوتی او مړ شوی دی.
ورته مهال په دې ولایت کې یوه ځایي سرچینه وایي، چې نن سهار د ترینکوټ سیند کې راغلي سیلاب یو له عمره پوخ کس وړی او تر اوسه یې جسد نه دی موندل شوی.
دغه راز ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې د ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د ولايت مقام څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په مرکز او ولسواليو کې د ورستيو ورښتونو او سيلابونو له امله ۵۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.