close
انځور: استول شوی

د چمن پرلت وهونکی: که مو غوښتنې ونه ‌منل شي سخت ګامونه اخلو

په داسې حال کې چې د «فرضي کرښې» پورې غاړه چمن کې د نږدې اوو میاشتو راهیسې د زرګونه کسانو په ګډون پرلت روان دی او برخوال یې د پاکستان حکومت څخه غواړي چې افغانستان ته په تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط لېرې کړي، خو لا یې هم چا غوښتنې نه دي منلي.

تر دې وړاندې پاکستانیانو او افغانانو پرته له پاسپورټ او ویزې پر یاده لاره د تذکرې په ښودلو ازادانه تګ راتګ کولای شو، خو اوس پرته د پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دغه پرلت وهونکي چې د «ډیورنډ فرضي کرښې» دواړو غاړو ته شخصي کاروبارونه لري، د تېرو نږدې اوو میاشتو راهیسې هره ورځ خپلې غوښتنې تکراروي او وايي، تر هغې په خپل پرلت او لا جدي اقداماتو ته دوام ورکړي ترڅو چې پاکستاني حکومت د دوی غوښتنې نه وي منلي.

وکيل احمد چې د چمن پرلت کډونوال دي وايي، مجبوره دي چې خپل غږ پورته کړي ځکه چې د ځينو کسانو کورونه چمن کې او کاروبار يې سپين بولدک کې دی او د ځينو نورو بيا کاروبار چمن کې او کورونه یې سپين بولدک ولسوالۍ کې دي.

نوموړي وويل: «موږ پاسپورټ نه منو، موږ پرلت پر دې جوړ کړی چې د پاکستان حکومت دا فيصله کړې چې د سپين بولدک دروازه دې پر پاسپورټ او ويزه شي، موږ دلته ټول قبايل خلک پراته يو د يوه يو ورور دې خواته وي بل ورور يې چمن کې وي، خور دلې ده ورور يې هاخوا ته دی، پلار دلې دی زوی هاخوا ته دی، نو ډا ګرده قبايل خلک دي، ګډ قوم دی يوه قبیله ده، د چمن د کلا عبدالله څخه بيا راځه تر کندهار پورې دا يو قوم او قبيله پراته دي، زموږ پرلت هم پر دغه جوړ دی چې د پاکستان حکومت دې خپله فيصله بېرته واپس واخلي.»

چمن کې هره ورځ زرګونه کسان پرلت کې ګډون کوي او خپلې غوښتنې تکراروي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. انځور: استول شوی

د ده په خبره، چې دغلته د ویش بازار د دواړو غاړو «قبایلو» لپاره د ډوډۍ ګټلو یو مهم مرکز دی او د همدې کاروبار د دوام او د کورنیو د یوځای پاتې کیدو په موخه هره ورځ زرګونه ځوانان او سپین ږیري د پرلت په موخه راټولیږي، خو زیاتوي چې تر اوسه یې ځایي او مرکزي حکومت غږ نه دی اوریدلی.

د چمن سيمې يو بل پرلت وهونکی سميع الله چې کور یې په چمن او کاروبار یې په سپین بولدک کې دی وایي، د خپلو مشرانو او پرلت له لارې هڅه کوي چې غوښتنې یې ومنل شي، خو په وینا يې که د پاکستاني حکومت سره پایلې ته ونه رسیږي، نو د ښارونو دروازې به وتړي او په واټونو کې به یې لاريونونه پېل کړي.

هغه چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د چمن له پرلت سره يو ځای شوی زياتوي، چې نږدې وختونو کې به دوی سخت سخت ګامونه واخلي ځکه په وينا يې که د پاکستان پر اوسنيو چارواکو فشار رانه وړي نو پرلت يې پايله نه ‌ورکوي.

سميع الله وويل: «نه د پاکستان حکومت زموږ غږ اوري نه پرلټ تر اوسه پورې هيڅ نتيجه ورکړې ده، موږ د يو څه وخت لپاره لا درېږو تر هغه وروسته سخت قدمونه اخلو، بيا که موږ هر څه وکړه د هغه مسوول بيا د پاکستان حکومت دی، زموږ غوښتنه پر امن لار نه منل کېږي بيا موږ مجبوره يو سخت قدمونه واخلو، پرلت ته د ټولو پاړټيانو سياسيون راغلل دلته يې خبري وکړې هغو خبرو هم هيڅ نتيجه ورنه کړه، موږ د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه لرو چې دا خپله فيصله بېرته واخلي، موږ دا فيصله په هيڅ صورت نه منو، موږ نه پاسپورټ منو نه ويزه منو.»

نوموړي زیاته کړه، چې د قبايلي قومونو پرمخ به د سپين بولدک او چمن لارې بنديدل بدې اغيزې وکړي او په خبره يې چې د دې پرېکړې پوره عملي کېدو وروسته به خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شي.

دغه راز د چمن بل اوسېدونکی شريف الله اڅکزی وايي، که د پاکستان حکومت يې غوښتنې له پامه وغورځوي دوی به د خپلو سيمو د جلا کېدو هڅې وکړي‌.

هغه زیاتوي، د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند ويش بازار اوس د چمن د ډيرو بې روزګاره وګړو لپاره د رزق ګټلو په مرکز بدل شوی، خو په خبره یې که د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه د پاکستان حکومت لخوا وانخيستل شي، نو دوی به ښارونو ته ووځي او هلته به مظاهرې وکړي.

شريف الله وويل: «موږ د هيڅ ډلې سره ارتباط نه لرو، سوداګري کوو د پاکستان حکومت دغه لاره هم راباندې بنده کړه، موږ ومرو اخر څه شی وکړو، ايلونه [کورنۍ] راپسې دي، موږ کاروباريان خلک يو ټول کار مو په ويش کې دی کور مو بيا چمن کې دی، دلته ټوله خلک د ورځې د خوا ويش او بولدک ته ځي او مازديګر بېرته چمن ته خپلو کورو ته ځان را رسوي، زه دا درې مياشتې کېږي بې کاره شوی يم، دوکان مې ولاړ دی کاروبار نشته، دا ظلم يوازې زموږ د قبایلو سره شروع دی.»

همدارنګه چمن کې بل پرلت وهونکی صادق خان بیا وایي، سپين بولدک کې د زيات شمېر چمن اوسېدونکو جايدادونه، پانګې او خپلولۍ لري او نه‌ شي کولای دا هر څه تر شا پرېږدي.

صادق خان زياتوي، دواړو خواوو ته ناست کسان ډير ستړي شوي او اوس د دې وخت رارسيدلی ترڅو د ځايي حکومتونو لخوا یې غږ واورېدل شي.

نوموړي وویل: «اووه مياشتې کېږي چې د چمن لاره چې هغه د کندهار او کوټې د تګ راتګ لاره ده، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې پاسپورټ جبري کړي، موږ يې پر مخ پرلت جوړ کړی، پخوا دلته سيستم موجود و، پر کاغذي تذکره او الکترونيکي تذکرو خلک تګ راتګ کاوه، زرګونه کسانو چې ځينو د افغانستان سره رشتې درلودې او ځينو خپل شناخته کارډونه رانيولي وو له منځه يوړل، دا زموږ عام ولس په تاوان دی، دلته د چمن او کندهار مزدور کشه ولس پروت دی، موږ ته تاوانونه رسېدلي دي، نيمه کورنۍ مو کوټې کي ده نيمه کندهار کې هر څه د مجبوريت پر اساس کوو.»

د چمن پرلت وهونکو د چمن-سپین بولدک لار هم د څه وخت لپاره تړلې وه، خو دې لارې هم پایله نه ده ورکړې. انځور: استول شوی

ورته مهال د دغه پرلت مسوولين هم د پاسپورټ جبري کیدل نه مني او د پرلت په دوام ټینګار کوي او وایي، چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره خپله پریکړه واخلي.

د چمن پرلت وياند مولاداد وايي، د فرضي کرښې دواړ غاړو ته یوازې سوداګر او کاریګر خلک پراته دي او تر خپل منځ نږدې اړیکې او خپلوي لري، چې په همدې موخه یې پرلت وهلی او د پاسپورټ جبري کیدل نه مني.

نوموړي د خپل پرلت په تړوا وويل: «په چمن کې چې کوم قبايل دي نيم دوستان يې سپين بولدک کې پراته دي، موږ او نور خلک به د يوې ورځې لپاره څنګه پاسپورټ جوړوو غم لرو ښادي لرو، رشته داري لرو، دا فرضي کرښه ده موږ افغانان يو، موږ دا نه وايو چې موږ د بل ملک يو، افغانستان کې زموږ جايدادونه دي، هر څه مو هلته دي، افغان حکومت هم په دې اړه څه نه دي ويلي، اووه مياشتې کېږي چې زموږ پرلت ناست دی، زموږ ولس ډير ستړی شو خلک دلته خودکشۍ وکړې، موږ دا وايو چې د کوټې تر کندهاره دا يو قوم دی.»

د ده په خبره چې کندهار کې د زيات شمير چمن اوسېدونکو پانګې، خپلوان او هديرې پاتې دي او نه شي کولای دا هرڅه هير کړي.

د چمن پرلت ته تر اوسه د پاکستان حکومت پریکنده ځواب نه دی ورکړی، خو دغلته خلک وایي، چې د دې هیواد له لوري د ویزې پرته د تګ راتګ بندیز زرګونه کسان بې کاره کړي او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.