close
انځور: خواله رسنۍ

د پکتیا په ډنډپټان کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو نښته؛ لسګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوي

اطلاعات روز: د پکتیا له اریوب ځاځي ولسوالۍ وروسته تېره شپه د دې ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې هم له پاکستاني ځواکونو سره د طالبانو نښته شوې.

سيمه ييزې سرچينې وايي، د دواړو خواو ترمنځ نښته پرون (چهارشنبه، ۲۶ د غویي) ماښام مهال پېل او د ماخوستن تر ناوخته يې دوام درلود. دا له تېرې ورځې راهیسې په یاد ولایت کې دوهمه نښته بلل کېږي.

ويل کېږي چې په دغه نښته کې له درنو وسلو هم استفاده شوې او له کبله يې «ډیورڼد فرضي کرښې» ته څېرمه لسګونه کورنۍ د سر خونديتوب لپاره د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي.

 دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولايت کې دوهم ځل دی چې پاکستاني پوځيان او افغان طالبان په يو بل د سپکو او درنو وسلو بریدونه کوي.

 ځينې راپورونه ورکړل شوي چې په اريوب کې د تېرې ورځې نښتې پر مهال يو طالب وژل شوی او ۵  نور د ټپيان شوي دي، خو پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ويل شوي.

طالب چارواکو د دې نښتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړي، خو سیمه ییزې سرچینې وایي، چې اریوب ځاځیو کې هغه مهال نښته رامنځته شوه کله چې پاکستاني ځواکونو غوښتل فرضي کرښې ته څیرمه نظامي پوسته جوړه کړي.