اطلاعات روز: پخوانۍ ډيپلوماټه اصیله وردګ وايي، چې دا د ناروې له ۴۰ استازو څخه یوه وه او په دې غونډه کې د طالبانو استازو هم ګډون کړی وو.
نوموړې نن (پنجشنبه, ۲۷ د غويي) پر ایکس په خپله پاڼه لیکلي، چې په دې غونډه کې اصلي بحث پر کډوالو، بشري مرستو، د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او اقتصادي پیاوړتیا راټولیده.
اصیلې وردګ لیکلي، چې په دې غونډه کې د هر قشر او قوم استازو او ان د طالبانو استازو هم ګډون کړی وو. څرګنده نه ده چې کومو کسانو په دې غونډه کې د طالبانو د استازو په توګه ګډون کړی.
دا کانفرانس د مدني ټولنې او د افغانستان په چارو کې د بشري حقونو د ځانګړي راپورچي غونډه بلل شوې.
تر دې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې په دې غونډه کې د طالبانو استازي هم شته، خو د غونډې جوړوونکو او په خپله ریچارډ بېنټ د ګډونوالو په اړه څه نه و ویلي.
د غونډې کوربه د بشري حقونو د څېړنو بنسټ ویلي، چې ریچارډ بېنټ له مدني ټولنې سره د غونډې پر مهال د بشري حقونو د نقض په تړاو د ځواب ویلو پر تګلارو او پر ماشومانو او راتلونکو نسلونو د جګړییز چاپېریال د اغیزو په اړه بحث کړی.
یو شمېر فعالانو ادعا کړې وه چې د ناروې د غونډې یو شمېر ګډونوال د طالبانو لپاره لابي کوي او غواړي له دې ډلې سره اړیکې عادي شي.
اصیلې وردګ د دې نیوکې په ځواب کې ویلي، چې «ښځې معامله ګرې او خیانتګرې نه دي؛ طالب د ټولو ښځو مشترک دښمن دی». دې نیوکه کوونکو ته ویلي: «تر هر ډول تور لګولو وړاندې لطفا خپل معلومات بشپړ کړئ.»
د تېر کال په وروستيو کې هم ناروې د اروپايي او امريکايي هيوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د مدني او بشري حقونو د فعالانو د درې ورځنۍ غونډې کوربه وو. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي هم ګډون کړی و.